<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-24 19:59:59    
د چين قومي باغ

cri

د چين قومي باغ د بېجينګ د چاو يانګ په سيمه کې پروت دی او د چين د شپږ پنځوسو قومونو د کلتورونو، تاريخي اثارو او ټولنيز ژوند د ساتلو او څيړلو ، دغه راز د ملي لږکيو د ساختمانې بڼې ، ولسي دودونو ، نڅا او سندرې ، لاسي صنايعو ، ځانګړيو خوارکونو د ښودلو يو لوی موزيم دی . دغه باغ د ١٩٩٤ کال د جون په اتلسمه نېټه په رسمی توګه وګړيو ته پرانيستل شوی دی.

نوموړی باغ پنځه څلويښت هکتاره ځمکې نيسي او په جنوبي او شمالی دوو برخو ويشل کېږی چې شمالي برخه يې شل هيکتاره ځمکه نيسي او د شپاړسو قومونو په هکله ودانۍ او منظره لرونکي سيمې پکې شاملې دي. په جنوبي برخه کې د نورو څليرويشتو قومونو په هکله ودانۍ او منظره لرونکي سيمې پرتې دي او يو موزيم او د نندارتون يو لوی مرکز هم پکې شامل دي .

په دغه باغ کې د بېلا بېلو ملي لږکيو لپاره ځانګړې غرفې او منظره لرونکي سيمې پرتې دي چې د هر قوم ځانګړتياوې ترې څرګنديږي . د بېلګې په توګه، د هيواد له تودو او لندو سيمو څخه تر سړو سيمو پوری کوچنی شوي ټولې منظرې پکې ليدل کېږی، نو نندارچيان په حقيقی توګه د بېلا بېلو ملي لږکيو د وګړيو د ژوند او کار په هکله هر ډول ځانګړتياوې احساس کولای شي.

د پلان له مخې، په دغه باغ کې به د چين د شپږپنځوس قومونو ډله ايزې ودانۍ جوړې شوي واي ، خو تر اوسه د اته څلويښت قومونو لپاره ودانۍ جوړي شويدي . په دغو ودانيو کې د ولسي ، مذهبی او سيلانۍ ودانيو رنګارنګ ساختماني بڼې تر

سترګو کيږي. ويل کيږي چې دغې ودانۍ د چين د ټولو دوديزو ساختماني بڼو يوه نښه ده ځکه چې د طرحې، ساختماني توکيو او جوړونې په شمول بيلا بيلو برخو کې د کلتوري اثارو د کپی کولو د اصولو مراعات شوی دی، نو قومي باغ په ١٩٩٨ کال کې د معمارانو کنفرانس د تشکلاتي کمېټې لخوا د قومي ودانيو د ساتنې جايزه تر لاسه کړېده.

د چين په قومي باغ کې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو د ژوند ، کار او د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په هکله سل زره سامانونه او وسايل ايښودل شويدي ، دغه راز د عکسونو او ساتل شويو تاريخي شيانو ځانګړي نندارتونونه هم کله نا کله جوړيږي چې له يوې خوا د قومي کلتورونو دڅيړنو پايلې نندارچيانو ته وړاندي شی.

په دغه باغ کې د بېلا بېلو قومونو د ځانګړتياوو په اړه پر نندارو سربيره، لس قومي هنري او سپورتي ډلې هره ورځ د نندارچيانو لپاره د موسيقي الاتو د غږولو ، سندرو ويلو او غيږي نيولو په شمول په زړه پوري هنري او سپورتي ننداره کوي . برسيره د ټوکرانو اوبدلو او رنګولو د ځانګړي تکنولوژۍ د ښودلو ننداره هم ليدل کيږي چې نندارچيان هم کولی شي چې په دغو نندارو کې ګډون وکړي او هنري او سپورتي خوند ترې واخلی.