<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-24 20:36:13    
د چين اقتصاد د نړيوالې تولنې له خوا وستايل شو

cri

ګرانو اوريدونکيو، د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری د چين اقتصاد د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړی دی. د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی، په ښارونو او علاقه داريو کې د اوسيدونکيو عايدات په څرګنده توګه زيات شوی او د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوې اندازې د کمولو کارونو هم نوی پرمختګ کړی چې دا د نړيوالې ټولنې له خواور ته پوره پاملرنه شوې ده.ځينو بهرنيو شخصيتونو، د نړيوالو موسسو چارواکيو او اقتصاد پوهانو زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د چين اقتصاد په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته وړاندی کړو.

د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت له ١٦ زره مليارډ يوانو څخه اوښتی چې د تېر کال د همدی مودې په پرتله په سلو کې ١١ اعشاريه ٥ زيات شوی دی. د کارپوهانو د اټکل له مخې په روان کال کې د چين د اقتصاد پرمختيايی انډول په سلو کې ١١ زيات شی.په چين کې د اروپايی ټولنې د پلاوی مرستيال فرانز جيسن د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ ستاينه وکړه.

 په ٢٠٠٠ کال کې د چين حکومت هغه موخه ټاکل شوې چې په راتلونکيو لسو کلونو کې به د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت يو ځل زيات شی. باور لرم چې له اوسنی انډول سره سم به د چين د حکومت له خوا هرو مرو د يوولسم پنځه کلن پلان بېلا بېلې موخې تر سره کړي.

له روان کال راهيسی د چين د اوسيدونکيو لګښتونو په چټکه سره زيات شوی چې د د اقتصادې پرمختګ خدمتی اندازه يې په سلو کې ٣٧ ته رسيدلی ده،خو په همدی وخت کې د چين صادرات او پانګونه لږ څه کمزوری شوې ده.

د يوې شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين په ښارونو کې د هر تن په سر عايدات او د کليوالو وګړيو عايدات په جلا جلا توګه په سلو کې ١٣ اعشاريه ٢ او په سلو کې ١٤ اعشاريه ٨ زيات شوی دی.

سربيره پردی په روان کال کې د چين د ټولنيز ضمانت ساحې پراخې شوی او د عمر ، طب او بی کارۍ په بيمو کې د ګډون کوونکيو شمېر هم زيات شوی چې لامل يې د چين د ماليې وزارت لازياته پانګه وه.په چين کې د نړيوال پولی صندوق لوړ پوړی استازې ويويک ارورا د چين حکومت لوړه ارزونه وکړه

زما په أند دا د پاملرنې او هڅونې وړ خبره ده چې د چين حکومت په ټولنيزو چارو کې لازياتې پيسې لګولې دي د بېلګی په توګه په پوهنيزو او طبی چارو کې. د چين حکومت د دغو تدبيرونو د پلی کولو له امله به نه يوازی د خلکو د ژوند سويه لوړه شی بلکې د اقتصاد د برابر پرمختګ لپاره به هم ګټور وي.

په ٢٠٠٧ کال کې د چين له خوا تر لاسه شوی اقتصادی پايلې اسان کار نه دی. له تېرکال څخه پانګونه په چټکې سره زياته شوې، د بانکونو له خوا ور کول شوی پورونه او د بهرنۍ سوداګرۍ مثبت توازن زيات شوی دی. له روان کال څخه د شيانو بيه هم په چټکې سره زياتې شوې دي. د اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره د چين حکومت د پيسو تګلارو په شمول د لارو چارو په اتکا سره د اقتصاد عمومی کنترول پياوړی کړی دی.سربيره پردی د چين حکومت هم د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی

اندازې د کمولو لپاره هم کوشش کړی دی.

د م م د اقليم بدلون د ځانګړی کميټې مشر پاچاوری وويل د لمر، باد او د بياکاريدونکی وړ انرژۍ د کارونې په برخه کې د چين هڅه د ليدو وړ ده،په همدی وخت کې د چين حکومت د انرژۍ کارونې د موثريت لوړوالی او د شنو خونو ګازونو د خپراوی اندازې د کنترول لپاره کوشش کوي.

د بهرنيو اقتصاد پوهانو په أند د چين د اقتصاد چټکتيا د نړۍ لپاره ستر خدمتونه کړی چې خدمتی اندازه يې يو په څلورمه برخه نيولې ده.که څه هم په ٢٠٠٧ کال کې د چين اقتصاد په څرګنده توګه پرمختګ کړی خو لاهم ځينی مسئلې موجودې دي.نو حکومت بايد د اقتصاد عمومی کنترول پياوړی کړي.