<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-24 19:49:38    
د ويغوری ادبياتو مشهور ژباړونکی جانګ هونګ چاو

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ټولنيزو علومو ټولنې پخوانی مرستيال جانګ هونګ چاو يو مشهور ژباړونکی دی چې د ويغوری قوم پر ادبياتو باندی د لا زياتو خلکو د پوهولو لپاره يې خپل زيات ځواکونه کارولي او له نيمې پيړۍ راهيسی يې د چين په ملی ژبه د څه نا څه لس مليون کرکترونو په اندازه د ويغوری قوم د زياتو ادبی أثارو او نورو تزيسونو ژباړه کړې چې د دغو کتابونو په چاپيدو سره نړيوالو ته د ويغوری ادبياتو جذابيت ښودل شوی دی٠

که څه هم ښاغلی جانګ هونګ چاو له خپلو چارو څخه په ٢٠٠١ کال کی متقاعد شو، خو لا تر اوسه هم هره ورځ د ژباړې کارونه کوی ٠

جانګ هونګ چاو په ١٩٣٩ کال کی د چين د شمال لويديځ د شان شی ولايت په چانګ ان ولسوالی کی وزيږيد او په ١٩٥٨ کال کې د کانکور ازموينې له لاری د هېواد د شمال لويديځ قومی پوهنځی د ويغوری ادبياتو په څانګه کې شامل شو٠ که څه هم ده مخکې له هغه وخت هيڅکله د ملی لږکيو ژبې او ليک دودونه نه پيژندل ، خو ټينګه اراده يې وکړه چې د ستونزو ليری کولو له لاری په بريالی توګه زده کړې وکړی٠ ده وويل :

په شمال لويديځ قومی پوهنځی کې مې د زده کړې په ترڅ کی تر وسی پوری کوششونه وکړل او يو داسی هدف مې وټاکه چې يو وتلی ژباړونکی شم٠ د خپل دغه هدف د ترسره کولو لپاره مې نه يوازی د درسونو په وختونو کی په کوشش سره زده کړې کولې ، بلکې د تګ پر مهال او د خوب په وخت کې مې هم د ويغوری ژبې لغتونه لوستل چې له دی امله د ويغوری ژبې ويلو او استعمالولو په برخه کی زما توان ژر لوړ شو او د زده کړې په دريم کال کی مې د ښوونکي په لارښوونه او د قاموس په مرسته د زياتو ستونزو په ليری کولو سره د ويغوری قوم يو مشهور اوږد شعر د چين په ملی ژبه واړاوه٠ ٌ

په ١٩٦٠ کال کی د چين د شمال لويديځ قومی پوهنځي جانګ هونګ چاو او د ده ملګري د شينجيانګ د غولجا ولسوالۍ د بزګرانو کورونو ته وسپارل ترڅو دوی د ويغوری ژبې ويلو په برخه کی زيات تمرينونه وکړی٠ جانګ هونګ چاو د ويغوری سپين ږيري محمد قربان په کور کی واوسيد٠ قربان دې ته حيران شو چې د هان قوم دغه محصل نه يوازی ويغوری ژبه اوريدلای، بلکې ويلای يې هم شوه٠ سپين ږيری قربان جانګ هونګ چاو د خپل زوی په توګه باله او هغه ته يې ډيره پاملرنه کوله ، جانګ هونګ چاو هم د قربان د پنځو اولادونو په شان په صميمی توګه قربان او دده ميرمن ته پلار او مور ويلې ٠

په ١٩٦٢ کال کی جانګ هونګ چاو د اړوندو څانګو د ترتيباتو له مخی د شينجيانګ د عامه امنيت په اداره کی د ژباړونکی د دندې په ترسره کولو پيل وکړ٠ د دې ادارې مشرتابه دغه نوی کارکوونکی ته په درنه سترګه کتل٠ جانګ هونګ چاو خبريال ته وويل :

 زما د کار په پيل کی مشرتابه له ما څخه وغوښتل چې يو سند د چين له ملی ژبې څخه په ويغوری ژبه واړوم او بيا اړول شوی متن يو تجربه لرونکي ترجمان ته وسپارم چې اصلاح شی ٠ ده زما د ترجمې زيات تيروتنې سمې کړی چې ما په جدی توګه هر اصلاح شوی ځای په نظر کی ونيو او ګټې مې ترې ترلاسه کړې٠ درې مياشتې وروسته زما لخوا ژباړل شوی لومړی مضمون چې د شاړو مځکو عقاب نوميده، د شيجيانګ په ورځپاڼه کې خپور شو او له دې امله د ژباړې په برخه کی زما باور پياوړی شو٠ ورپسی ما د ويغوری قوم د ډول ډول لرغونيو شعرونو په ژباړې پيل کړی او د ژباړې په لاره کی می څه نا څه نيمه پيړی تيره کړې ده٠ ٌ

ښاغلی جانګ هونګ چاو د چين د ملی لږکيو د ژبو زده کول د خپل ټول عمر د کوششونو د هدف په توګه بولی او د ژباړې په لاره کې يې بی شمير ستونزې ليری کړې چې بالاخره يو مشهور ژباړونکی شو٠ خو د اوږدې مودې ستړيا له امله هغه په روماتيزم اخته شوی دی٠ د ده ميرمن ژن يو جن خبريال ته وويل :

 زما خاوند په روماتيزم د اخته کيدو له امله په روغتون کې بستری شوی او د بدن غوښی يې توئې شوې دي، خو بيا هم د ويغوری ادبياتو ژباړی ته ډيره پاملرنه کوی او کله نا کله د نورو ژباړونکو د ترجمې لارښوونه کوی ٠ د ملی لږکيو زيات ملګري هم کله نا کله د ده پوښتنې لپاره روغتون ته ورځی٠ دی د ويغوريانو په منځ کی لوړ حيثيت لری او پر دوی باندی ډير ګران دی٠ له پنځوسو کلونو راهيسی زما خاوند د ويغوری قوم د ډيرو زياتو ادبی أثارو ژباړه کړی او په شينجيانګ کې يې د ژباړې چارو لپاره ډير زيات خدمتونه ترسره کړي دي٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شيجيانګ د ويغوری ادبياتو د مشهور ژباړونکی جانګ هونګ چاو په هکله يو راپور واوريد، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې له نيمې پيړۍ راهيسی ښاغلی جانګ هونګ چاو د څو مليون کرکترونو په اندازه د ويغوری ادبي أثارو ژباړه کړې ده ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ! ستاسی د برياليتوب په هيله !