د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سپوږمکۍ په وسيله د ژونديو خپرونو محدود شرکت د پانګې له تنظيم وروسته د دسمبر په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې پرانستل شو چې په چين کې د سپوږمکۍ ادارې د يوازني شرکت ګڼل کېږی. له دې څخه څرګندېږی چې چين د سپوږمکۍ ادارې په اړه کورنۍ چارې تنظيم کړې دی.
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مشر د دغه شرکت په پرانستونکو مراسمو کې وويل چين به په راتلونکی کې د سپوږمکۍ چارو ملاتړ پياوړی کړي. د دغه شرکت مشر وويل دوی داسې يوه خپلواکه ډله جوړ کړی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو، د معيوبينو د اولمپيک لوبو او د شانګهای د نړيوال نندارتون لپاره به ښه خدمتونه برابر کړي.