<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-25 20:33:03    
د چين د هنری جمناستيک لوبډلې د قومی سبک له برکته پرمختګ کړی دی

cri

 زه غوټۍ يم او د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. د نيکمرغه بېجينګ په نامه د ٢٠٠٧ کال د هنری جمناستيک نړيوالې سيالۍ څو ورځې دمخه د بېجينګ د صنعتی چارو د پوهنتون په سيټېډيوم کې تر سره شوې. د روسيې لوبډلې د لوبې د ټولو ډولونو په شخصی او ډله ايزو سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل. د خوښی ځای دا دی چې د چين لوبډلې د لوبو د ټولو ډولونو په ډله ايزی سيالی کې د خپل قومی سبک له برکته د برونزو مډال تر لاسه کړ چې دا د دغې لوبډلې په تاريخ کې ډېر ښه وياړ ګڼل کېږي.

د ٢٠٠٧ کال د هنری جمناستيک په نړيوالی اتلوالی کې د چين لوبډلې يوازی د ډله ايزې سيالی نهم لمبر تر لاسه کړ. خو دري مياشتې وروسته دغې لوبډلې د يوشان حرکتونو له لارې برونزی مډال لاسته راوړ. د دغې لوبډلې مشر چانګ شو وويل:

له نړيوالې اتلوالی وروسته زموږ د حرکتونو طرح بشپړه، نيمګړتياوی مو بشپړې او غوره والی مو غښتلی شوی دی. نو موږ په دې سيالی کې پرمختګ کړی دی.

دغه تورنمنت د بېجينګ د اولمپيک لوبو ازمويښتی سيالی ګڼل کېږي، نو د روسيی او ايتاليی لوبډلو په ګډون په نړۍ کې ټولو غوره لوبډلو په کې ګډون کړی دی، ويل کېږي چې د دغې سيالی کچه ډيره لوړه وه.

که څه هم سيالی سخته وه، خو د کوربنيو په توګه چيني نجونو لوړ سپورتي

مهارتونه ښکاره کړي چې په وروستی سيالی کې يې د جامو، موسيقی او د حرکتونو د ترتيباتو له پلوه قومی ځانګړتياوی څرګندې کړی دي. د معلوماتو له مخې: د چين لوبډله به په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په سياليو کې دغه دوه ډولونه حرکتونه لا هم نندارې ته وړاندی کړي او په خپلو ځانګړتياوو به ټينګار وکړي. ښاغلي جانګ شو وويل:

دا چې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبې به په چين کې تر سره شي. نو موږ هيله لرو چې په سياليو کې له چينی کلاسيکې موسيقي څخه استفاده وکړو ځکه زما په اند دغه ډول کلاسيکه موسيقی به د نندارچيانو او لوبڅاريو لخوا ومنل شي .

په وروستۍ سيالی کې چينی لوبغاړو نه يوازی د لوبڅاريو او نندارچيانو ستاينه تر لاسه کړه، بلکې د نورو هيوادونو د لوبغاړو لخوا هم وستايل شوې. د ايتاليی لوبډلې مشرې بلانچي ايليسا وويل:

په دې سيالی کې چيني نجونو په غوره او دقيق ډول خپل حرکتونه ترسره کړي دي . د خوښۍ ځای دا دی چې دوی په خپل هېواد کې دغه وياړ تر لاسه کړی دی .

که څه هم د چين لوبډلې په دې سيالی کې برياليتوب تر لاسه کړ، خو د روسيې او ايتاليې لوبډلو په شان له مشهورو لوبډلو سره يی لا هم توپيرونه شته. په دې هکله د چين لوبغاړې سوی جيان شوانګ وويل:

په دې سيالۍ کې مو په عادی ډول خپل مهارتونه ښودلي دي ، خو زموږ په حرکتونو کې لا هم زياتی نيمګړتياوی شته . د روسيې له لوبډلې سره زموږ توپيرونه ډير دي . موږ به د خپلو سپورتي مهارتونو د لوړولو لپاره هڅې وکړو.

رښتيا ده چې د چين لوبډله د حرکتونو د پيچليتوب او د هنری توان له پلوه يو شمير نيمګړتياوې لري. خو يقين دی چې دوی د خپلو کوښښونو له لارې پرمختګ

کولی شی.

د چين د هنري جمناستيک لوبډله به په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د هنری جمناستيک لوبې د ټولو ډولونو په ډله ايزو سياليو کې د وياړونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. د بېلا بېلو هېوادونو د لوبډلو د توان له نظره د چينی لوبډلې سويه په دوهمه ډله کې ده. نو د دوی موخه دا ده چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې په مخکنيو څلورو ټيمونو کې شامل شی او يا کوم مډال تر لاسه کړي.د چين د لوبډلې مشر جانګ شو وويل: 

موږ به نه يوازی د هېواد لپاره، بلکې د خپلو موخو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړو. ټولو نجونو په تازه پاي ته رسيدليو سياليو کې غوره حرکتونه تر سره کړيدي . خو موږ خيال لرو چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې برياليتوب تر لاسه کړو.