د ٢٠٠٨ کال د مارچ په څليرويشتمه نېټه د اولمپيک د لوبو مشال چې د سولې، دوستی او هيلې نښه ګڼل کېږي يو ځل بيا په يونان کې بل شو. له دې وروسته به د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدولو فعاليت تر سره شي. د ٢٠٠٨ کال د می په څلورمه نېټه به په چين کې د مشال د ليږدولو فعاليت د های نان ولايت له يان يا ښار څخه پيل شي. اوس په چين کې دننه د مشال د ليږدولو د لارې د ټاکلو کارونه په بنسټيزه توګه پای ته رسيدلی دی او د جو مو لانګ ما په نامه يو تن ته د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدولو ازيموښت هم په عادی ډول تر سره شوی او برياليتوب يی تر لاسه کړ. د دسمبر په شلمه نېټه له غرمی وروسته، په چين کې دننهد بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدولو کميټې دريمه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د کميټې مشر ليو چي له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې هغه ځايونه بايد د مشال د ليږدولو لپاره تياری ونيسي چې مشال ورته ورسيږي. دغه راز، بېلا بېلې خواوی بايد د پيسو او شيانو د سپمولو پر بنسټ خپل کارونه تر سره کړي.
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د روزنې کارونو د همغږی ټولنې او د بېجينګ د ښوونې د کاری کمېټې څو ورځې دمخه د بېجينګ د پوهنتونونو د مشرانو د غونډې په تر سره کولو سره په پوهنتونونو کې د اولمپيک لوبو د خپرولو په اړه څيړنه وکړه. د بېجينګ د ښاری
کميټې د دايمی غړي او د ښوونې د کاری کميټې مشر جو شان لو او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې اجرايوی مرستيال لي بېنګ هوا په دغه غونډه کې ويناوی وکړې. په بېجينګ کې پوهنتونونه په مستقيم ډول د اولمپيک لوبو په تياری او خدمتي کارونو کې ګډون کوي، څه باندی لس زره تنه زده کوونکيو د داوطلبانو په توګه د نيکمرغه بېجينګ په نامه په بېلا بېلو سيالو کې ګډون وکړ. په راتلونکی کال کې به د بېجينګ د بېلا بېلو پوهنتونونو زده کوونکی په عمده توګه د داوطلبانو دنده پر غاړه واخلي. نو دغې غونډې له بېلا بېلو پوهنتونونو څخه غوښتنه وکړه چې په جدی ډول د داوطلبانو ټولټاکنې او د کارونو د ويشلو دندې پلی کړي، په تېره بيا د سياليو د معلوماتو او د بهرنيو ژبو په ساحو کې داوطلبانو ته روزنه ورکړي چې د اولمپيک لوبو اړتياوې پوره کړای.
څو ورځې دمخه د هه جن ليانګ او د اولمپيک په نامه د ننداری مرکز په وو شي ښار کې جوړ شو. دغه مرکز به د راتلونکی کال په می کې پرانيستل شي. دغه مرکز په چين کې د اولمپيک د کلتور په اړه د ننداری لومړنی مرکز ګڼل کېږي. د معلوماتو له مخې: د دغه مرکز د جوړولو پروژه د روان کال په مې کې پيل شوه او د دغه ښار حکومت په کې شل مليون يوانه پانګې لګولی دی. د دغه مرکز پراخوالی به دری زره او شپږ سوه مربع کيلومتری ته ورسېږي. په دغه مرکز کې به د اولمپيک په چارو کې د ښاغلي هه جن ليانګ معلومات او د يادونی شيانو ننداره وشي. هه جن ليانګ څرګنده کړه چې د دغه مرکز جوړول به د دوی او اولمپيک ترمنځ د بېلا بېلو پيښو له لارې لا زياتو چينايانو ته د اولمپيک لوبو د تاريخ وروپيژني.