<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-25 19:53:39    
چين د کرهڼيزو علومو او تکنالوژۍ په برخو کې له نړيوالې ټولنې سره همکاری کوي

cri

د ٢٠٠٧ کال لپاره د کرهڼيزې څېړنې او مشورې نړيوال سازمان کلنی غونډه په وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې تر سره شوه .د چين د صدراعظم مرستيال هوی ليانګ يوو دغې غونډې ته يو پيغام ليږلی و چې پکی ويل شوی چين غواړي چې له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د کرنې په برخه کې د همکاری او تبادلې پياوړتيا او د کرنې د علمی پرمختګ لپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه وکړي.

دغه سازمان چې په ١٩٧١ کال کې د ٦٥ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له خوا جوړ شو، په نړۍ کې په ځانګړی توګه د کرنې د علمی څېړنې او د نمونو خپراوې په برخه کې تر ټولو لوی سازمان دی او د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د کرنې څېړنې لپاره ١٥ مرکزونه لري.

د چين حکومت دغې غونډې ته ډېره پاملرنه کړی او د چين د کرنې د وزارت مرستيال نيوی دون په پرانستونکيو مراسمو کې د چين د صدراعظم هو ليانګ يوو پيغام ولوسته. ښاغلی هوی په خپل پيغام کې وويل د چين حکومت له دغه سازمان سره همکارۍ ته ډېر اهميت ور کوي، دواړو خواوو د کرنې پرمختګ د اړوندې تګلارې، د تخمونو تبادلې، د معلوماتو تر لاسه کولواو دغوره کسانو د روزنې په برخه کې همکاری پياوړی کړې او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. هغه په دغه پيغام کې زياته کړه چې چين به له نن څخه د کرهڼيزو علومو او تکنالوژۍ په برخه کې د نړيوالې همکارۍ ژورتيا ته دوام ورکړي.

چين د يو پرمختيايی هېواد په توګه چې په نړۍ کې ډېر زيات نفوس لري، د کرنې پرمختګ تل د اقتصاد او ټولنې پرمختګ لپاره يوه مهمه ستراتيژيکه مسئله ګڼی. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت په پر له پسی توګه د کرهڼيزو علومو او تکنالوژۍ د خپرولو کارونه پياوړی کړی او د بزګرانو د فنی توان د لوړوالی لپاره يې په ډېرو روزنو لاس پوری کړی چې له امله يې د چين د کرنې په توليد کې پرمختګ، د کرهڼيزو توليداتو کيفيت لوړ، د بزګرانو عايدات زيات،د بزګرانو د توليد او ژوند شرايط ښه او په کليوالو سيمو کې د پوهنې او طب چارو چټک پرمختګ کړی دی.د دغه سازمان مشر کسرين سيرا له چين سره د همکارۍ ستاينه وکړه .هغې وويل له چين سره همکاری په پر له پسی توګه ژوره شوې چې تر اوسه پوری د دغه سازمان ١١ مرکزونو د کرنې په څېړنه کې د چين له ٥٠ اړوندو موسسو سره همکاری کړی او د همکارۍ د پروژو شمېر يې ٧٠ ته رسيدلی دی.هغې زياته کړه چې چين دکرنې پرمختګ په برخه کې اوږد تاريخ لري او د چين اړوندې تجربې د پاملرنې وړ دي. دغه سازمان هيله لري چې له چين سره همکارۍ ته دوام ور کړي او د نورو هېوادونو له خوا له چين څخه د تجربو د تر لاسه کولو لپاره ګډ کوشش وکړي.

د معلوماتو له مخې د دوه ورځنې غونډې په موده کې له بېلا بېلو هېوادونو راغلو زر سانيسپوهانو او کارپوهانو د خوراکي چارو او کرهڼيزو علومو او تکنالوژۍ د اوسنی حالت او د اقليم بدلون له امله د کرنې پر توليد د منفی اغيزې په هکله بحث وکړ. په همدی وخت کې د کرهڼيزو علومو او تکنالوژۍ په اړه نندارتون هم جوړ شو.