<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-26 20:06:33    
چين د خيالونو تر سره کولو يو ښه ځای دی

cri

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری پلی کولو له پيل راهيسی د هېواد اقتصاد چټک پرمختګ کړی او لرغونی تاريخي کلتور يې د يو اوسپنکښ د غوندی د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو بهرنيان ورجذبوي چې ځيني يې په چين کې کار يا زده کړه کوي ، ځينی يې سفر کوي او ځينې نور يې بيا د دايمي هستوګنې لپاره چين ته راغلي دي . که څه هم دوی د کلتور او ژبې په برخو کې له يو لړ مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ کيږي ، خو ډېرو يې په چين کې خپل خيالونه ترسره کړي دي.د سويس يو ځوان فبين کولومبو څلور کاله دمخه د چين د ګوانګ شي د ځوانګ قوم خپلواکې سيمې د يانګ شو په نامه يو کوچني ښارګوټي ته راغی چې اوس له شرمندوکي هلک څخه د انګريزی ژبې پر يو ښوونکی بدل شوی دی. د ژوند په چين کې پروګرام په ننۍ کړۍ کې به د دغه بهرني يو څو کيسې تاسو ته وړاندی کړو.

 يوه چيني اصطلاح وايی :د ګوۍ لين طبيعی منظرې تر ټولو ښکلی دي خو د يانګ شو طبيعی منظرې له ګوۍ لين څخه هم ښکلي دي. يانګ شو د ډېرو کسانو په زړه کې تر ټولو ښکلی ځای دی . د فبين لپاره يانګ شو د ده د خيال ترسره کولو ځای دی .

فبين يانګ شو ته د تازه رسېدو په وخت کې د دغه ښارګوټي په هکله خپل احساسات ياد کړل او و يې ويل

زه په ٢٠٠١ کال کې د لومړي ځل لپاره يانګ شو ته ورسېدم يم ، چين ته د سفر

لامل مې دا و چې په سويس کې کار هيڅ خوند نه راکاوه. نو پريکړه مې وکړه چې د کافی پيسو د راغونډولو لپاره يو کال کار وکړم او بيا وروسته د شپږو مياشتو لپاره نوروځايونو ته لاړ شم .

د تېری پېړۍ له پای راهيسی په چين کې د اقتصادي پرمختګ چټکتيا، د کارونو په برابرولو کې مساوي فرصتونو، د ژوند يو أرام او نرم چاپېريال او په نړيواله کې زياتېدونکی اغېزې ډېر بهرنيان راجلب کړي دي. فبين هم له دغو بهرنيانو څخه هم يو دی.

زه لومړی ځل هانکانګ ته ورسېدم او د ډېرې حيرانتيا احساس مې وکړ چې دغه ښار بی شميره جګې ودانی او اوه مليونه وګړي لري. خو زما ټاټوبی ښار کې يوازی اته سوه کسان ژوند کوي.

يانګ شو ته له رسېدو وروسته فبين سمدلاسه له دغه لرغونی،أرام او په زړه پوری ښار سره مينه موندلې ده. ډېر بهرنيان په دغه ښار کې اوسېږي او د فبين په أند دغه ښار يو نړيوال کلی دی.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د لومړۍ مودې په پرتله اوس بهرنيان په چين کې نه يوازی د بېجينګ او شانګهای په ګډون په بېلا بېلو لويو ښارونو کې بلکې په نورو کوچنيو ښارونو کې هم اوسېږي. د چين حکومت په وروستيو کلونو کې په چين کې د ژوند کولو لپاره ډېرو زياتو بهرنيانو ته اسانتياوې برابرې کړي او ډېرې اړوندې تګلارې يې خپرې کړي دي.

د يوې شمېرنې له مخې، اوس په چين کې د بهرنيانو شمېر پنځه زره تنو ته رسېږي. د چين د کار او ټولنيز ضمانت ادارې د شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری په

چين کې د بهرنيو کارکوونکيو شمېر يو سل او اتيا زره تنو ته رسېدلی چې د ٢٠٠٣ کال په پرتله دوه برابره زيات دي.

فبين د ٢٠٠٣ کال په پای کې په يانګ شو کې د انګريزی ژبې پر يو ښوونکی بدل شوی دی.

فبين په خپل کار کې ډېر جدی دی. د دغه ښوونځی مشر ار شن سونګ د فبين يو ښه ملګری دی. ده وويل

فبين ډېر جدی او باوری دی. دی هره ورځ په ښه ډول خپل لوستونه تياروي. فبين له خپلو زده کوونکيو سره مينه لري.نومړی نه يوازې په انګريزی ژبه بلکې د بهرنيو هېوادونو دودونو په اړه هم زده کوونکيو ته ښوونه کوي.

د فبين په شان ډېرو بهرنيانو په يانګ شو کې خپل چيني ژوند پيل کړی او د دغه ښار له ښکلو طبيعی منظرو، هوساينې او أرام چاپيريال څخه خوند اخلي.