<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-26 20:16:59    
دچانګ ئه لومړی نمرې مصنوعی سپوږمکۍ د چين د ساينس او تکنولوژۍ لارښود

cri

د چين ساينس او تکنولوژۍ په تير يو کال کې ډير پرمختګ کړی دی چې د چانګ عه لومړی نمرې مصنوعي سپوږمکۍ بريالۍ توغونه او حرکت تر ټولو لوی بريالی دی.

د تير اکتوبر په څليرويشتمه نيټ دغه سپوږمکۍ په بريالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه او تر اوسه په عادي توګه د سپوږمۍ په شاوخوا مدار ګرځي .د تير نوامبر په شپږويشتمه نېټه هغه غږونه ، سندره او د سپوږمۍ لومړی سطحی عکس نړيوالو ته خپاره شوي دي چې د دغې سپوږمکۍ لخوا له ځمکې څخه د څلور لکو کيلومترو له ليري مدار څخه راليږدول شوي دي . په دې توګه د چينايانو څو زرين خيال ترسره شوی دی چې غوښتل يې سپوږمۍ ته والوزی. د چين د دفاعي ساينس او تکنولوژۍ د صنعتي کميټې مشر ښاغلي جانګ چين وي وويل په تيرو لنډو دريو کلونو کې د چين عالمانو د سپوږمۍ مدار د طرحې ، د الوتنې د کنترول او له ليرې ځاي د مخابراتو د څارنې اوکنترول په شمول يولړ کليدې تکنولوژۍ خپلې کړي دي چې د ملکيت حق يې په چين پورې اړه لری.

له ځمکې څخه د څلورو لکو کيلومترو په ليري ځاي کې د دغې سپوږمکۍ دقيق کنترول د چينايي عالمانو په وړاندی لومړی لويه مسئله وه . مخکې له دې نه چينايي عالمانو يوازی له ځمکې څخه د اويا زرو کيلومترو په ليري مدار کې د سپوږمکۍ د کنترول تکنولوژی خپله کړې وه . د بيجينګ د فضايي الوتنې د کنترول مرکز مشر جو مينګ څاي په وينا عالمانو د نوموړې مسئلې د حل لپاره د کنترول درې ډولونه شبکې طرحې کړې ، د يو مليون قطارونو په شمول د کنترول نرم زيرميزونه يې جوړ

کړي او د سپوږمکۍ د کورنيو حالتونو د څارنې په هکله يې څلويښت ځله ازموينې ترسره کړيدي. ده وويل موږ په بريالۍ توګه د سپوږمکۍ د مدار څلور ځله بدلونونه ترسره کړيدي. د ټاکلو علمي هدفونو د بشپړولو لپاره د چانګ عه لومړی نمرې پر سپوږمکۍ اته ډوله پرمختللي تجهيزات تړل شويدي چې دغه تجهيزات د چين لخوا جوړ شوي او حتی د نړۍ لومړی نوښت هم دی.د چانګ ئه سپوږمکۍ د سرطراح مرستيال ښاغلي سون هوي يوه بېلګه راوړه او و يې ويل د څارنې اله د چانګ عه سپوږمکۍ د علمي هدفونو لپاره نوی طرح او جوړه شوېده . د بېلګې په توګه په سپوږمکۍ کې درې بعدي کمره يو وخت له دريو خواوو څخه درې عکسونه اخيستی شی. دغه راز د لوړوالي د اندازه کولو لايزري سنج هم د لومړي ځل لپاره په لوړه فضا کې استعماليږي . ددې تر څنګ په بيجينګ او د هيواد په جنوب د کون مينګ په ښار کې د اطلاعاتو راغونډولودوه أنتنونه چې قطر يې د هېواد له نورو أنتنونو څخه لوی دی ، درول شويدي . د يادو شويو پرمختلليو تجهيزاتو په کارولو سره د سپوږمۍ د سطحی عکس کيفيت ډير ښه دی او د سپوږمۍ په سطح د نورو ستوريو لخوا د ټکر کولو له امله رامنځته شوي لوي يا کوچني کندې په صفا توګه تر سترګو کيږي. دغه عکس د چين د ساينس او تکنولوژۍ د چټک پرمختګ نښه ده . د سپوږمۍ د څيړنيز پلان بشپړتيا د چين د مصنوعی سپوږمکۍ او د انسان وړونکی کيهانی سفر د بريالۍترسره کولو وروسته د چين د فضايي چارو د پرمختګ په لار يو بل تړاو بلل کيږي او د چين د مجموعي دولتي ځواک د څرګند غښتليتوب ، د نوښت توان او علمي کچې د پر له پسې لوړوالي لپاره ښه څرګندوی هم دی.

له روان کال راهيسې چين د مصنوعي سپوږمکيو د توغولو ميزان چټک کړی دی . د

بېلګې په توګه د شين نو درېم لمبر مخابراتي سپوږمکۍ يې وتوغوله ، دوهمه سمندري سپوږمکۍ يې وکاروله او د نايجريا لپاره يې يوه مخابراتي سپومکۍ وتوغوله ،دغه راز د لويو الوتکو د جوړولو پلان چې د زياتو کلونو لپاره ځنډول شوی ، د چين د حکومت لخوا منظور شوی دی . د چين د هوايي ساينس او تکنولوژۍ سهامي شرکت لوړپوړی انجنير ګان لي وي وويل که موږ په دوه زره او شلم کال کې لويه الوتکه جوړه کړو ، نو زموږ دولتي ځواک به په څرګند ډول قوي او غښتلي شی او د نورو صنايعو د پياوړتيا لپاره به هم ځواکمن رول ولوبولی شی.

پر فضايي چارو برسيره د بنسټيزو علومو ، پرمختللي تکنولوژۍ او انرژۍ په ساحو کې د چين لخوا ترلاسه شوي برياليتوبونه هم د نړۍ د علمي او تخنيکي ټولنې لخوا وستايل شول .د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت مرستيال څاو جيې لين په وينا د چين حکومت د نوې انرژۍ د کارولو په هکله د نړيوالې همکارۍ پلان تصويب کړی دی .