<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-26 21:43:49    
په چين کې د ځوانانو او ماشومانو لپاره د ټولنيزې ښوونې په اړه د ين شينګ په نامه د جايزې ورکولو فعاليت تر سره شو

cri

د ځوانانو او ماشومانو لپاره د چين د ټولنيزې ښوونې په اړه د ين شينګ په نامه د جايزې ورکولو فعاليت د روانې مياشتی په اتمه نېټه په بيجينګ کې تر سره شو. د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي او د ولسی ملی کانګرس د دايمی کميټی مرستيال وانګ جاو ګو د دغې جايزې له تر لاسه کوونکيو استازي سره د کتنې په ترڅ کې وويل بايد په جدې توګه د ښوونې په هکله د کمونست ګوند تګلاره غوره شي او د سوسياليزم د مرکزی ارزښت د غوښتنې له مخې د غښتليو ځوانانو د روزنې لپاره کوشش وشي.

ښاغلي وانګ جاو ګو دې ته اشاره وکړه چې د ځوانانو او ماشومانو د زده کړې او ساعتېری اډو، د ښځو او د ماشومانو د ساعتېری مرکزونو، د ساينس او تکنولوژی نندارتونونو، موزيمونو، د يادګارونو او د وطن پالۍ د ښوونې اډو په شمول ځينی ځايونه په ټولنې کې د ځونانو او ماشومانو د ودې لپاره ډېر مهم رول لوبوی چې بايد د ماشومانو او ځوانانو د ځانګړتياوو له مخې دوی ته تعليم ورکړل شي. ماشومانو او ځوانانو ته د روزنې په چارو کې بايد د مفکورو او اخلاقو روزنې ته ستراهميت ورکړی شي، د دوی د نوښت توانونو پياوړتيا ته پام واوړل شي او ټولنيزو ګټو ته لومړيتوب ورکړل شي.

اړوندې څانګې بايد ماشومانو او ځوانانو ته هغه فرصتونه برابر کړي چې په عصری

فعاليتونو کې ګډون وکړي او د دوی له خوښې سره سم وې.

ښاغلي وانګ جاو ګو وويل د ځوانانو او ماشومانو ګڼ شمير ټولنيز ښوونکي بايد د ين شينګ جايزې تر لاسه کوونکيو ته د بيلګې په توګه وبولي، د غوره ځوانانو د روزونکو دندې تر سره کړي، د خپلو توانونو څخه په استفادی سره د ماشومانو او ځوانانو پر ودې باندی فعاله اغيزه وکړي او د دوی ژوند او زده کړې ته پاملرنه وکړي. د ماشومانو او ځوانانو ښوونکي او روزونکي بايد د دوی د هراړخيزې پرمختيا په ترڅ کې د دوی دوستان او ښه لارښوونکي وګرځي. د کمونست ګوند د بيلا بيلو کچو کميټی او حکومتونه بايد د ځوانانو او ماشومانو ودې ته زياته پاملرنه وکړي او د تعليم چارو پرمختګ لپاره ځواکمن ضمانت برابر کړي.

د چين د کمونستی ځوانانو ټولنې د مرکزی کميټی مشر د جايزې تر لاسه کوونکيو له استازيو سره هم ليدنه وکړه. د چين د مرکزی حکومت د تبليغاتی څانګې، فرهنګي دفتر، د کمونستی ځوانانو ټولنې د مرکزی کميټې، د ښوونې او تعليم د وزارت، د کلتور وزارت، د راډيوګانو او ټلويزيونونو چارو د عمومی ادارو او د ښځو د ملی ټولنې په شمول ځينو څانګو په ګډه توګه د ين شينګ جايزه جوړه کړه چې په عمده توګه د ماشومانو او ځوانانو په ټولنيز تعليم کې غوره خدمتګرارانو او ډلو ته جايزې ورکوي چې په هرو دوو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي.