<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-27 20:19:27    
د نړۍ د تر ټولو لوی حيوان فيل د غاښونو په اړه معلومات

cri

دا دی يو ځل بيا نړۍ ته د کتنې پروګرام وخت رارسيدلی دی٠ د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د نړۍ د تر ټولو لوی حيوان فيل د غاښونو په اړه څه معلومات درکړم٠

ټولو ته معلومه ده چې فيل په ځمکه کې تر ټولو څخه لوی حيوان او سپين غاښونه يی ډېرښکلی او قيمتی دی ، نو ډول ډول هنری شيان د فيل له غاښونو څخه جوړيږی٠ اوس په نړۍ کې تر ټولو څخه اوږده د فيل غاښونه په کانګو کې پيدا شوی او ښی غاښ يی دريېم متره او کيڼ يی دری اعشاريه دری پنځه متره اوږدوالی او وزن يی يو سلو دری دېرش کيلو ګرامه دی٠ دغه يوه جوړه غاښونه اول د حبشی پخوانی پاچا ساتلی وو، خو بيايی د تحفی په توګه د اروپا يوه سياستمدار ته ور کړل ، څه موده وروسته د نيويارک د حيواناتو د ټولنی په اړه د حيواناتو د ښکرونو او سرونو د جمع کوونکی سازمان له خوا وساتل شول٠

د بنکاک په دولتی موزيم کې د أسيايی فيل يوه جوړه اوږده غاښونه هم ايښودل شويدی چې کيڼ غاښ يی دری او ښی غاښ يی دوه اعشاريه اوه څلور متره اوږد دی٠ د فيل غاښ ډېر دروند او غټ دی او د فيل غاښونو معامله په افريقا کې ډېره توده ده ، نو افريقايی فيلان د قاچاق وړونکو د حرص قربانی شويدی٠ د شمېرنی له مخې، په نولسمه پيړۍ کی هر کال نهه لکه کيلوګرامه د فيل غاښونه له افريقا څخه نورو هېوادونو او ځايونو ته نقل شوی وو، که يو غاښ په اته نيم کيلو ګرامه وزن حساب کړو، نو هر کال به تقريبأ دری پنځوس زره فيلان وژل شوی وی٠ که څه هم د شلمی پيړۍ تر پيل وروسته د فيلانو ښکار نور هم ليونی بڼه اختيار کړه، خو معاملات يی کم شوی

دی ، له دی څخه څرګنديږی چې د فيلانو د شمېر د کميدو سره سم د غاښونو معاملات هم ټيټيږی٠ له دی امله د فيلانو د ساتلو په موخه د فيل د غاښونو د معاملاتو د منع کولو تړون لاسليک شويدی٠