د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او پاکستان د ګډې پانګونې شرکت د دسمبر په اووه ويشتمه نېټه د پاکستان په پنجاب ولايت کې پيل شو.
د پاکستان د ماليې وزير سلمان شاه، د پنجاب والي مقبول خالد او په دغه هېواد کې د چين لوی سفير لو جاو هوی په شمول نژدی دوه سوه تنو د دغه شرکت د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
چين او پاکستان د ٢٠٠٦ کال په دسمبر کې له پاکستان څخه د چين د دولت رئيس هو جين تاو د ليدنې کتنې په ترڅ کې په دغه هېواد کې د ګډې پانګونې شرکت جوړولو په اړه د تفاهم يادښت لاسليک کړ. د دغه شرکت د چوړولو اعلان د روان کال په جولای کې وشو.