<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-27 20:45:00    
د هو ګوانګ وطنوالو په مېلمستون کې د بيجينګ ډرامې سيل

cri

د بيجينګ په جنوب د شيوان وو په سيمه کې د بيجينګ ډرامې د سيل لپاره يو ښه ځای شته چې د هو ګوانګ د وطنوالو مېلمستون په نامه يادېږي.

په بيجيګ کې د هو ګوانګ وطنوالو مېلمستون په ١٨٠٧ کال کې جوړ شوی چې موخه يې د امپراتوري لړۍ په ترڅ کې په بيجينګ کې د پخوانی هو ګوانګ ولايت وطنوالو د دوستۍ ټينګښت و. د بيجينګ ډرامی نندارتون په دغه ميلمستون کې پروت دی. د نندارتون مشر هو جيان چينګ وويل د هو ګوانګ وطنوالو مېلمستون د چين په امپراتوري لړۍ کې د پخواني نوم دوام دی. په هغه وخت کې به د امپراتوري لړۍ د ازموينې نظام له مخې د بيجينګ په دولتی ازموينو کې زيات شمېر ګډون کوونکيو چې له بېلا بېلو ځايونو څخه به راغلی وو، په دغه مېلمستون کې به يې د ازموينې لپاره چمتوالی نيوه او هلته به يی د پايلو انتظار کاوه. پخوا ترانسپورتي او د سفر اسانتياوې نه وې، نو د دولتی ازموينې لپاره به د نورو ځايونو ګډون کوونکي په بيجينګ کې اوسېدل، نو په بيجينګ کې د وطنوالو ډېر زيات شمېر مېلمستونونه رامنځته شول چې شمير يې پنځه سوو ته ورسېد.

د شلمې پېړۍ په اتيايمه لسيزه کې د بيجينګ ښاروالۍ او د شيوان وو سيمې د حکومت په ملاتړ د هو ګوانګ وطنوالو مېلمستون په بيا رغونې پيل وشو. ښاغلي هو جيان چينګ وويل که څه هم اوس د دغه مېلمستون پراخوالی لږ کوچينی شوی، خو زيات شمېر پخوانۍ ودانۍ يې بيا جوړې شوې او د ډرامې ودانۍ يې حتی په نړۍکې په هغو لسو نامتو تياترونو کې شمېرل کېږي چې له لرګيو څخه جوړې شوې

دي. هغه وويل د هو ګوانګ د وطنوالو مېلمستون دری زره او پنځه مربع متره پرخوالی لري چې په عمده توګه د ډرامې نندارې ودانۍ، د ډرامې نندارتون او راستورانتونه په کې موجود دي. د بيجينګ په ټولو مېلمستونونو کې يوازې د ډرامې دغه ودانۍ سيلانيانو او نندارچيانو پرمخ پرانيستې ده.

د ډرامې ودانۍ جوړښت داسې تکنولوژي لري چې د اوازونو لوړوالو سامان ألات په کې نه شته، خو د ډرامې لوبغاړو اوازونه د ودانۍ هر ګوټ ګوټ ته خپريدای شي. د چين د بيجينګ ډرامې نامتو هنرمندانو می يان فانګ او تان شين پي دواړو په دغه ودانۍ کې ننداره تر سره کړې ده.

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د با وانګ بي جي په نامه نامتو ډرامه واوريده. اوس د ډرامې په ودانۍ کې هره ورځ ننداره وړاندې کېږي چې د نندارچيانو ډېر شوق و ذوق راپاروي. نه يوازی د بيجينګ ډرامې علاقه مندان بلکې د نورو هيوادونو سيلانيان هم دلته ته راځي. د دنمارک يو سيلاني ښاغلي کينيس ارو وويل دا دوهم ځل دی چې دلته راځی، دغه ځای ډېر خوندور دی. زما په وطن کې دغه شان نندارې نه شته. که څه هم د ډرامې پر محتوياتو په پوره توګه نه پوهيږو، خو د ډرامې لوبغاړو د کړو وړو له مخې بنسټيزې مانا وې تر لاسه کولی شو او پرې پوهېږو په دغه مېلمستون کې د ودانيو بڼې ځانګړې دي چې زموږ د وطنوالو په سترګو کې دا د چينی ساختمانی بڼی استازيتوب کوی. موږ له وطن څخه د ځانګړي چينی کلتور موندلو لپاره دغه هيواد ته سفر کوو او دلته مو ځانګړی چينی توکي موندلی دی.

ګرانو اوريدونکو، هيله ده تاسې هم د ډرامې له اوريدلو وروسته د بيجينګ ډرامې نندارتون سيل وکړئ او د دغې ډرامې د پرمختيايي تاريخ په هکله معلومات تر لاسه

کړئ. په نندارتون کې زيات ارزښتناک توکي ساتل شوي دي. کارکوونکي وانګ شيوی وی وويل د بيجينګ ډرامې د نامتو لوبغاړي چن ده لين يوه نښه دلته موندل کېږي چې پخوا ماڼيو ته د ننوتلو لپاره کارول کېده. دغه نښه له لرګيو څخه جوړه شوی چې د ده په هکله لنډ معلومات پرې حکاکی شوي دي. د ده د زېږېدنې د شپېته کلن تلين ورځ په وخت کې د ده د زده کوونکي می لان فانګ او د نورو مشهورو لوبغاړيو ګډ عکس او د عکس له مخې ټولې جوړې شوې مجسمی په دغه نندارتون کې ساتل شوې دي.

که تاسو غواړی چې د چين ډرامې په هکله معلومات تر لاسه کړئ، نو د هو ګوانګ وطنوالو مېلمستون ته هرومرو سفر وکړئ!