د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د پخوانې صدراعظمې بينظير بوتو مطبوعاتي وياند د دسمبر په اوه ويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې مېرمن بوټو په همدې ورځ په راوالپندۍ ښار کې د ټولټاکنو په يوه غونډه کې له يو بمی بريد سره مخامخ شوه.
د پاکستان د دولتی ټلويزيون د خبر له مخې نوموړې په دغه بريد کې ووژل شوې ده. د پاکستان ولسمشر د نوموړې د بدمرغه وژنې په اړه ژوره خواشينی څرګنده کړه.