د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د دسمبر په اوه ويشتمه نېټه د دغه هېواد د پخوانۍ صدراعظمې بنظير بوټو پرضد د مرګونې بريد کلکه غندنه وکړه او د تندلارۍ او ترهګرۍ پرضد د مبازرې په اړه يې د دغه هېواد ټينګ هوډ څرګند کړ.
ولسمشر مشرف وويل: د بنظير بوټو مړينه د پاکستان لپاره يوه غمجن پيښه ده . هغه راتلونکی دری ورځی ملی ماتم اعلان کړ چې ملی بيرغ به په کې نيم ځوړند وي. ولسمشر مشرف له وګړيو څخه هم غوښتنه وکړه چې ثبات او زغم وساتي.