د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره او د خلکو گوند مشره بېنظير بوټو د راولپنډۍ د لياقت باغ په سيمه کې د خپلو زرگونو ملاتړ کونکو يوې غونډې ته له وينا وروسته د ستنيدو په حال کې وه چې يو بريد پرې وشو او ټپی شوه .
له بريد وروسته اغلې بوټو روغتون ته ولېږدول شوه خو د هغې پر بدن د ډېرو ټپونو له کبله ډاکټرانو ونشو کړى چې د نوموړې ژوند وژغوري. په دغه بريد کې دېرش تنه نور کسان هم وژل شوي دي.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف دغه وژنه وغندله او درې ورځنی ماتم يې اعلان کړ. ښاغلي مشرف همدا راز د يوې سرتاسري غونډې د رابللو امر وکړ. اوس پاکستان د لوړې کچې تيارسۍ په حال کی دی.