د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره او د خلکو ګوند مشره بينظير بوټو د دسمبر په اووه ويشتمه نېټه د يو بريد په ترڅ کې ووژل شوه. نړيوالې ټولنې په همدې ورځ د دغه بريد سخته غنده وکړه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چن ګانګ وويل چين دغه ترهګر په کلکه غندي او خپله حيرانتيا څرګندوي. نوموړي په خپله وينا کې د بوټو او نورو وژل شويو کسانو له کورنيو سره هم خواخوږی وښوده.
د م م سرمنشی بان کي مون وويل د دغه بريد موخه د پاکستان د ثبات او ديموکراتيک بهير ويجاړول دی او بايد بريد کوونکيو ته سخته سزا ور کړی شي.
د امريکا ولسمشر جورج بوش وويل امريکا د ترهګرانو او تندلارانو پر ضد د پاکستانيانو له جګړې څخه ملاتړ کوی. هغه په دې اړه له مشرف سره هم تلفوني خبرې وکړې.
پر دې سربيره، د افغانستان، ايران، هند، بريتانيا، سعودی عربستان په شمول ډېرو هېوادونو مشرانو هم د دغه بريد سخته غندنه وکړه.