<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-28 18:17:00    
په ٢٠٠٧ کال کې چيني او بهرنی کلتوري فعاليتونه

cri

د سريلانکا د فلمونو نندارتون د نومبر په يوويشتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د سريلانکا فلمونه خپل مذهبي رنګونه او ځانګړتياوې لري چې ورسره د قيمتی ډبرو او زمری هېواد په نامه د دغه هندی ټاپويي هېواد په اړه د چيني نندارچيانو پېژندنې پياوړې شوي دي.

همدااوس مو د اوپالاوانا په نامه د فلم يوه برخه واورېده. سږ کال د چين او سريلانکا ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. دواړو هېوادونو ډېرې کلتوري راکړې ورکړې تر سره کړې او د لومړی ځل لپاره يې په فلمي چارو کې د همکارۍ تړون لاسليک کړ. د ياد شوی فستيوال جوړونه د دغه تړون يوه برخه ده. په چين کې د سريلانکا لوی سفير امونوګاما وويل ده د دغه فيستيوال لپاره تر خپلې وسې پوری ښه فلمونه غوره کړی او هيله لري چې چيني نندارچيان د دغو فلمونو له لارې په ښه ډول سريلانکا وپېژني. ده وويل

 په جدي توګه او له ډېرو وختونو راهيسی مو فکر کړی چې بايد چينی نندارچيانو ته کوم فلمونه چيني نندارچيانو ته وړاندی شي. هيله لرو چې يو شمېر حاص فلمونه غوره کړو چې په بېلا بېلو ساحو کې به نندارچيانو ته سريلانکا وروپېژننو. زمونږ مينې او دودونه په دغو فلمونو کې شامل دي او باور لرو چې چيني نندارچيان دغه فلمونه ته خپله خوښ کړی.

د سريلانکا د فلمونو فيستيوال يوازی د چينی او بهرنيو کلتورونو ترمنځ په راکړو

ورکړو يوه بېلګه ده. سږ کال د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې لپاره ډېر زيات کلتوري فعاليتونه تر سره شوي دي. د فرانسې،جاپان، کوريا جمهوريت، هسپانيا او يونان په ګډون بېلا بېلو هېوادونو په چين کې د هنری او کنسرټونو د تر سره کولو له لارې له چين سره پېژندنې او پوهاوی پياوړی کړي دي.

پر بهرنيو کلتوري فعاليتونو سربېره په بهر کې هم چيني کلتوري فعاليتونه تر سره شوي دي. د روان کال په سپتمبر کې چين او روسيې په ګډه د والګا سيند په غاړو کې د هنري سفر په نامه يو فعاليت تر سره کړ. چيني هنرمندانو له مسکوڅخه خپل سفر پيل او د روسيې د دوو سيندونو يعنی د والګا او دون سيندونو په غاړو کې يې د دغه هېواد له يوولسو ښارونو څخه ليدنه وکړه او وګړيو ته يې د بېجينګ اوپيرا، موسيقی، نڅاوو او ولسی لاسی صنايعو په ګډون د چين بېلا بېل دوديز کلتورونه وښودل.

په بهرنيو هېوادونو کې د چين د نندارتون د شرکت مرستيالې مېرمن سونګ لي هونګ وويل په بهرنيو هېوادونو کې د چين د کلتوري فعاليتونو له جوړېدو څخه چين ته د بهرنيو هېوادونو پاملرنې رااوښتی دي. دې وويل

زمونږ کلتوري فعاليتونه ډېر زيات دي. بهرنيانو چين ته ډېرې پاملرنې کړي او د دغو فعاليتونو له لارې يې چين پېژندلی دی. دوی له چين سره ډېرې مينې لري.

مېرمن سونګ لي هونګ زياته کړه د چين د بېجينګ اوپيرا څو ډلې هر کال په جاپان او کوريا جمهوريت کې نندارې تر سره کوي. د لوېديځو هېوادونو نندارچيان هم د چين له بېجينګ اوپيرا او کونشان تال سره مينه لري.

نه يوازی دوديزې ارپيراګانې او ډرامې بلکې چيني فلمونه هم بهرنی نندارچيان ورجلبوي. سږ کال شپږ سوه چيني فلمونه په دېرشو هېوادونو او سيمو کې نندارچيانو ته وړاندی شوي او هغه شل فلمونو چې د چين د يو لړ ځوانانو له خوا جوړ شوي، پنځوس نړيوالې جايزې يې تر لاسه کړي دي.

د ٢٠٠٨ کال د بېجينک اولمپيک سپورټي لوبې به ژر را ورسېږي. په دغه ښار او د چين په نورو ځايونو کې به يو لړ ښه کلتوري فعاليتونه تر سره شي. نه يوازی ډېر زيات بهرنی هنر او کلتور به چين ته راشي بلکې ډېر چيني هنر او کلتور به نوری نړۍ ته هم لاړ شي.