<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-28 18:19:50    
ديپلومات وو جيان مين د چين اولمپيک ته پام کوی

cri

هغه سپورټي ستوري نه دی بلکې يو ديپلومات دی. خو د کارونو په بهير کې کله کله له اولمپيک سره مخامخ کيږی.د بهرنيو چارو د وزارت د وياند ، په فرانسه کې د چين د سفير او د ديپلوماسۍ پوهنځی د مشر په توګه هغه د اولمپيک له لارې د چين او چينايانو بڼه نړۍ ته وړاندی کړی ده او د ده نوم وو جيان مين دی.

د ١٩٩٣ کال په سپتمبر کې د اولمپيک سپورټي لوبود کوربتوب حق د تر لاسه کولو لپاره د چين پلاوی مونت کارلو ته تللی چې د اولمپيک د نړيوالې کمېتې په ١٠١ غونډه کې ګډون وکړی. په دغه غونډه کې د ٢٠٠٠ کال د اولمپيک لوبو کوربه هېواد ټاکل کيده.ښاغلی وو جيان مين په پلاوی کې د مطبوعاتی وياند دنده پر غاړه درلوده.کله چې دوی مونت کارلو ته ورسېدل، وو جيان مين په فعاله توګه د پلاوی مشر او د صدراعظم له مرستيال لي لان چينګ څخه غوښتنه وکړه چې په انګليسی ژبه يوه خبری غونډه تر سره کړي ځکه په هغه وخت کې ځينو خبری رسنيو وويل په چين کې د بشری حقونو او د بهرنيو چارو حالات ښه نه دی چې د اولمپيک د جوړولو وړتيا نه لري .

د سپتمبر په ٢٠ نېټه وو جيان مين په انګليسی ژبه يوې خبری غونډې ته وينا وکړه او د ډېرو بيلګيو په وړلو سره يې يې څرګنده کړه چې چين بشری حقونو ته ډېر درناوی کوی. له غونډې وروسته يوې امريکايې سپين سرې ښاغلی وو په غېږ کې ونيوه او د ده ستاينه يې وکړه.په هانکانګ کې بېلا بېلو خبری رسنيو هم د ده لوړه ستاينه وکړه. ښاغلی وو جيان مين وويل په هغه وخت کې يوه خوا ځينو کسانو د چين د بشرۍ

حقونو پر حالاتو سخته نيوکه وکړه او بله خوا ډېرو کسانو د اولمپيک د کوربه هېواد په توګه د پېژندنې په اړه د چين د غوښتنې ملاتړ وکړ.

په ٢٠٠١ کې بېجينګ د دوهم ځل لپاره د اولمپيک سپورټي لوبود کوربنۍ حق غوښتنه وکړه. په هغه مهال کې ښاغلی وو جيان مين په فرانسه کې د لوی سفير په توګه کار کاوه.ده وويل بېجينګ او پاريس په همدی وخت کې د کوربه توب د حق غوښتنه وکړه. پاريس غوره وو. خو بېجينګ هم ډېر زيات غوره والی درلودل.

د ٢٠٠١ کال د جولای ١٣ نېټه د پايلې ورځ وه.ښاغلی وو جيان مين او ماينې يې په بلنې سره په يوه ميلمستيا کې ګډون وکړ او پکې يې د کوربنۍ حق د غوښتنې په اړه تليويزيونی ژوندی پروګرام کاته. کله چې پايله تر سره شوه چې بېجينګ د اوليمپيک د ٢٩ پړاو سپورټي لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کړ، د فرانسې خلک ناهيلی مشول خو ورپسی په جلا جلا توګه يې ښاغلی وو جيان مين او ماينې ته مبارکی ويله.

د ٢٠٠٣ کال په دوبی کې ښاغلی وو جيان مين د ديپلوماسۍ پوهنځی د مشر په توګه وټاکل شو. ده دوه ځله د بېجينګ ښار مشر ښاغلی ليو چي ته ليکونه وروليږل او ورته يې وويل د ٢٠٠٨ کال اولمپيک د چينايانو لپاره ډېر مهم دی ځکه په هغه وخت کې به چين د نړۍ پام ځان ته راواړوي.مونږ بايد نه يوازی سپورټي تاسيساتو أبادۍ ته په درنه سترګه وګورو بلکې د اوليمپيک په روحيې سره د خپلو خلکو روزنه هم وکړو.

د وو جيان مين په أند د اوليمپيک روحيې زړی سوله،دوستۍ،پرمختګ او سيالی دی. هغه وويل يقين دی چې په ٢٠٠٨ کې به حتمأ زمونږ دغه متمدن او لرغونی

هيواد ټولو نړيوالو ته ښه څرګند شي.