د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره او د خلکو ګوند مشره بېنظير بوټو د دسمبر په اوه ويشتمه نېټه د يو بريد کوونکی لخوا ووژل شوه. نړيوالې ټولنې په جلا جلا توګه د دغه بريد سخته غندنه وکړه او د پاکستان له سياسی ګوندونو او خلکو څخه يې غوښتنه کړې چې خپل زغم او سړه سينه وساتي.
د چين حکومت د دسمبر په اته ويشتمه نېټه د پاکستان حکومت ته په يو پيغام کې مېرمن بوټو د پاکستان يو ډېر تجربه لرونکی سياستواله او د چين يو زړه دوسته بللې ده. چين د نوموړې د مړينې په اړه حيرانتيا او خواشنی څرګندوي.
د م م د امنيت شورا په يوه اعلاميه کې دغه بريد سخت وغانده او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه يې د م م دايمی دريځ څرګند کړ. د م م سرمنشی بان کي مون له پاکستانيانو څخه غوښتنه وکړه چې سړه سينه وساتي او د هېواد سولې او يووالي د پياوړتيا لپاره کوششونه وکړي.
د امريکا ولسمشر جورج بوش وويل امريکا د ترهګرانو او تندلانو پر ضد د پاکستانيانو له مبارزې څخه ملاتړ کوي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين وويل دغه بريد نه يوازی د پاکستان پر يو ستواله دی، بلکی د نړيوالې ټولنې پر ضد يو لمسون هم دی.
پر دې سربيره، د اروپايی ټولنې، جاپان، استراليا، افغانستان، هند، ايران، فرانسی او المان په شمول هېوادونو او نړيوالو سازمانونو هم دغه بريد په کلکه غندلی دی.