د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د دسمبر په اوه ويشتمه نېټه په يوه اعلاميه کې د دې خبر پخلی وکړ چې په پاکستان کې د انسانانو تر منځ د مرغانو والګی ناروغان پيدا شوي دي. خو دغه سازمان دغه خبره تکرار کړه چې دغه ناروغی د خپرېدو خطر نه لري.
د يو بل خبر له مخې، د مصر د روغتيا وزارت وياند عبدالرحمن شاهين په همدې ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې په مصر کې دوه تنه نور د مرغانو والګی په ناروفۍ اخته شوی دي، په دې توګه په مصر کې د مرغانو والګۍ په اخته شويو کسانو شمېر يو څلويښت تنو ته رسيدلی دی.