<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-28 18:39:50    
د وی فانګ ښار ( ٢ )

cri

د کاغذ بادونو د موزيم څخه پرته د وي فانګ په ښار کې دکاغذ بادونو د پلورلو دکانونه هم ډير زيات دي ، په يوه دکان کې چې يوان دونوميږي دکاندارې ميرمن شينګ سيانګ يان وويل دهغې په دکان کې په عمده توګه عصري کاغذ بادونه پلورل کيږي چي د ځينوکاغذ بادونو مواد کلکې ښيښې او ښکلي وريښمين ټوکر دی ، دغه کاغذ بادونوه د عنعنوي هغو په پرتله کلک او ښکلي دي ، هغې وويل زمونږ په دکان کې زيات عصري کاغذ بادونه پلورل کيږي ، ډولونه يې هم بيلابيل دي ، لوي او کوچني کاغذ بادونه شته . ٠

د وي فانګ په ښار کې پرکاغذ بادونو سر بيره د وي فانګ ځانګړي خوندور خوراکونه هم خلک ورجلبوي ، ځيني خوراکونه خو د چين د مشهورو خوراکونو په ليست کې هم ثبت شوی دی .

د وي فانګ په ښار پوري اړونده يوه ولسوالي چي څانګ له نوميږي په چين کې د شنو قيمتي ډبرو د توليدولو مرکز دی ، دا ولسوالی د نړۍ د شنو قيمتي ډبرو د پنځو لويو معدني سيمو څخه يوه شميرل کيږي ، په دې ولسوالي کې د قيمتي ډبرو د محصولاتو د توليدولو او پلورلو مرکز شته چې مساحت يې لس هکتاره ځمکه نيسي او په ځانګړی توګه د چيني او خارجي قيمتي ډبرو محصولات پکې پلورل کيږي د بېلګی په توګه د تايلند ، سريلانکا، جنوبي افريقا ، هند او استراليا په شمول په نړۍ کې د قيمتي ډبرو عمده توليدشوي محصولات هم په دې مرکز کې اخيستل کيږي . هرکال زيات چيني او بهرني سوداګران نوموړي مرکز ته ځي او د قيمتي ډبرو او جواهرو څخه جوړشوي ښکلي محصولات اخلي. دنوموړي مرکز د اداري کميټې رئيس جاوشي جون وويل دا مرکز په چين کې د قيمتي ډبرو د محصولاتو د پلورلو لپاره يو لوي بازار دی ، تيرکال په دې مرکز کې د قيمتي ډبرو او جواهرو د محصولاتو د سوداګري ارزښت څلورو مليارډو يوانو ته رسيدلي و.دا ځای د چين د شان دونګ په ولايت کې دسيلانۍ سوداګريزو شيانو د سوداګري لپاره يو مهم ځای ګڼل کيږي.