<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-28 19:32:20    
افغان پوځي

cri
د بهرنيان په چين کې پروګرام محترمو اوريدونکيو نېکې ښې چارې،خوشحال تايب يم او ددغې لړۍ يوې بلې کړۍ ته مو په سلامونو رابولم،هيله ده چې ننني راټول شوي توکي ستاسو د پاملرنې وړ وګرځي.

درنودوستانو په دې اونۍ کې له بيجينګ ښار څخه ليرې يوه پوځي پوهنتون ته تللي و، چې له يو تن افغان پوځي سره چې په هغه پوهنتون کې په زده کړو بوخت دی وګورم او ددې پروګرام لپاره يوه مرکه ورسره وکړم،د ورځې په دولس نيمو بجو له ډېوې سره يو ځای د چين له نړيوالې راډيو څخه د دې راډيو د ځانګړي موټر په وسيلې د هغه پوهنتون په لورې وخوځيدو.وروسته تر شاخوا څه باندې يو ساعت هلته ورسېدو ،کله چې پوهتنون ته ننووتلو نو يو تن چينايي پوځي چې ډيوې ورسره له مخکې تليفوني خبرې کړې وې زموږ په انتظار ولاړ و،تر أشنايي او روغبړ وروسته يې موږ مخامخ يو يو سالون ته بوتلو،چې هلته مې پر يو افغان پوځي سترګې ولګيدې،چې نوموړي هم زموږ انتظار کاوه.

کله مې چې روغبړ ورسره وکړ نو پر خاصو پوځي جامو يې نوم يعنې تورن جنرال جانخان ليکل شوی و،تر لنډو خبرو اترو وروسته مو د مرکې کولو غوښتنه ترې وکړه په ورين تندي يې ومنله،موږ ځکه د مرکې پر کولو بيړه کوله چې د هغوی وخت ضايع نکړو او بل دا چې زموږ لار هم لېرې وه او بايد بيرته راډيو ته راغلي وای،له جنرال جانخان څخه مې د هغه د زده کړو او د استاذانو د چلند په اړه وپوښتل،نو په ډېرې ستاينې سره يې وويل چې د دوی استاذان له ټولو راغليو کسانو سره يو شان او په ډېرې مهربانۍ چلند کوي،که هغه له کوم بې وزله يا وروسته پاتې هيواد څخه وي او يا هم له کوم پرمخ تللي هيواد .

چينايي استاذان زموږ د خپلو خلکو او هېوادوالو په شان زموږ سره چلند کوي،دلته د ډېرو او مختلفو کچو هېوادونو پوځيان زده کړې کوي،خو دوی له ټولو سره يو شان چال چلند کوي،دلته د ډېرو بې وزلو هېوادونو او د ډېرو پرمختلليو هېوادونو پوځيان شته خو زموږ چينايي دوستان ټولو ته په يوه سترګه ګوري او کوم توپير نه پکې کوي .

درنو اورېدونکيو چين او افغانستان د تاريخ په اوږدو کې ښه او دوست ګاونډي هېوادونه پاتې شوي،چې په بيلابېلو برخو کې يې يو بل ته د دوستۍ او همکارۍ لاسونه ورکړي دي،چين مخکې تر دې په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې دي،خو دا ښاغلی جانخان لمړنی افغان جنرال دی چې په لوړه کچه په چين کې زده کړې کوي،د نوموړي په وينا دا به په دې برخه کې ددواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو لا ښې اغېزې وکړي :

مخکې تر دې مو له چين سره د لوپوړيو پوځيانو د تحصيل په برخه کې دومره اړيکې نه درلودې،زه لمړنی افغان جنرال يم چې د افغانستان او چين د دوستۍ د تاريخ په اوږدو کې دلته چين ته راغلی يم او زده کړې کوم . او دغه راز يو شمېر نور افغان پوځيان هم اوس د زده کړو لپاره چين ته راغلي دي،چې دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی .

محترمو دوستانو مخکې زياترو نړيوالو د چين په هکله بيلابېل فکرونه او أندونه درلودل،او دغه هېواد ورته ډېر وروسته پاتې او په پخوانۍ زمانې پورې تړلی ښکاريده،خو زياتره هغه کسان چې چين ته راغلي نو دلته يې بيا هر څه بل شان ليدلي دي،جنرال جانخان هم يو له هغې ډلې څخه دی،نوموړی وايي مخکې يې د چين په هکله ډېر څه اورېدلي و،چې له اوسني واقيعيت سره هيڅ سمون نلري:

هغه څه چې ما د چين په هکله اوريدلي و،هغه شان نه و،چينايان د يو ښه کولتور او فرهنګ لرونکي او مېلمه پال خلک دي،او زه خپلو ټولو هېوادوالو ته وايم چې چين په ريښتيا سره يو لوی او پراخ هېواد دی،دوی خپل کولتور او فرهنګ په ښه توګه ساتلی دی،ډېر پرمختګ او ترقي يې کړې ده،زما په أند هر څوک بايديو ځل چين ته راشي او د چينايانو ژوند له نږدې څخه وګوري.ځکه ددوی د ژوند کچه اوس ډېره لوړه ده.

قدرمنو اورېدونکيو ښاغلي جانخان نورو ډېرو هېوادونو ته هم سفرونه کړي او زده کړې يې پکې کړې دي ،خو دی وايي ډېر خوښ دی چې چين ته هم راغلی او له خلکو سره يې له نږدې څخه أشنا شو نوموړی زياتوي :

زه ډېر خوشحاله يم چې چين ته راغلی يم،دا ښه دی چې زه چين ته راغلم او ددې هېواد له خلکو ،کولتور او فرهنګ سره أشنا شوم ، زه ډېر افسوس کوم چې زه ولې مخکې دلته نه وم راغلی .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اوريدونکيو د ننني پروګرام وخت په همدې ځای پای ته رسيږي،که تاسې ددغه پروګرام په هکله سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې لرئ نو د خپلو ليکونو له لارې يې زموږ سره شريکې کړئ،د اوس له پاره درسره خدای پاماني کوم .تر بلې اوونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو مو په پاک رب سپارم .