د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه او د خلکو ګوند مشره بينظير بوتو د روانې مياشتې په اووه ويشتمه نيټه په روالپنډۍ کې په يوه ولسي غونډه کې ووژل شوه او د پاکستان حکومت د خپلو هيوادوالو څخه غوښتنه کوی چې زغم او ارامۍ وساتي . د خبر له مخې بينظير بوتو د يوه وسلوال سړي لخوا په ډزو ووژل شوه او نور ديرش تنه هم په بريد کې مړه شويدي .د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف دغه وژنه وغندله او اعلان يي وکړ چې درې ورځني ماتم پر ځاي شي او په ټول هيواد کې ملي بيرغون د نيم ځواړنده وي .
د بينظير بوټو د وژنې وروسته د پاکستان په ځينو ښارونو کې شخړې رامنځته شوي چې له امله يې کم تر کمه لس تنه مړه شوي دي .د پاکستان ځاي ناست صدراعظم محمد ميان سومرو وويل چې حکومت به ددغه بريد تر شا اصلی مرتکب د لټولو لپاره هر راز تدبير غوره کړي. د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف د يوې اعلاميې په ترڅ کې په سياسي ډګر کې د بينظير بوټو رول وستايه او د راتلونکيو ټولټاکنو د مخنيوي اعلان يي وکړ. د بل خبر له مخې د بينظير بوتو مړی د روانې مياشتې په اته ويشتمه نيټه د سيند ايالت ته وليږدول شو او په همدې ورځ ماښام په خپل ټاټوبي کې ښخ شو.