<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-29 19:37:10    
مونږ او اورېدونکی

cri

 عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! هيله من يم چې په بشپړه توګه روغ او بريالي وئ، او هم خداى وكړي چې خپل ورځنى ژوند په خوشالۍ او نېكمرغۍ سره تېروئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د افغانستان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له كڅي كلي څخه د ميراج په نامه يو نوي كلب مشر شازاده را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه پر تاسو يو زېرى كوم چې ما هم، نوموړى وايي، د عليشېرو په ولسوالۍ كې د ميراج په نامه يو كلب جوړ كړ چې ستاسو د راډيو نژدې شل تنه مينه وال يې غړيتوب لري. دوى زه د كلب د مشر په توګه وټاكلم، اورېدونكى شازاده وايي، او په راتلونكي كې به زما دكلب ټول غړي ستاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ كړي. اورېدونكى شازاده زياتوي: ستاسو څخه هيله كوم چې په نژدې راتلونكي كې د ليكونو پاكټونه راواستوئ. ده پيا د خپل كلب د غړيو او د هغوى د كليو نومونه ليكلي او وايي: بصير احمد د متون كلي، نقيب الله د ماموندي كلي، ميرزا ګل او ګل زاده د للمي كلي، نور محمدد منځني كلي، نور بادشاه، ابراهيم، فيروز، محمد زمان، نور زالي خان او احمد د زېړي غونډۍ، خانزاده، عبد الرحمن او سلطان د بلوټ كلي، نجيب الله د بوخاني كلي، عيد مرخان د خركي كلي او محمد انور د ښكري كلي اوسېدونكي دي او وايي زما د كلب غړي دي. نو ګرانه اورېدونكيه شازاده، دا دى موږ دې هم ليك خپور كړ، او هم مو دې د كلب د ټولو غړيو نومه واخيستل. تا ته د چين نړيوالې راډيو د مينه والو لپاره د يو نوي كلب په جوړولو كې د برياليتوب مباركي وايوو او هيله لرو، هر وخت زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه واورې، او په اړه يې له موږ سره خپل نظرونه او وړانديزونه شريك كړې.

- دغه بل ليك را اخلم چې دا هم د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له سركاتب كلي څخه اورېدونكي مايرخان را استولى دى.د خپل ليك په پيل كې يې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ما ته د دغه ليك د لېږلو لپاره پاكټ د يوراج كلب مشر راكړى. بيا ليكي: موږ ته ستاسې خپرونې ډېر خوند راكوي او هره ورځ يې سهار او ماښام په ډېره مينه او غور سره اورو. بيا وايي: زما ماير خان د چين نړيواله راډيو دومره خوښېږي لكه زموږ په ښونځي كې مې چې زده كړه او سبق خوښېږي، نو ګرانه اورېدونكيه، موږ هم دعا كووو چې په خپل ښوونځي كې دې زده كړه او سبق ډېر او په رښتيا خوښېږي.

- د خوست ولايت كې له يوراج كلب څخه يو بل اورېدونكى سليمان كاكا په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو ټول پروګرامونه اورم او ماته ډېر خوند راكوي، زموږ د كلب مشر مقاليديار صاحب مركه مې واورېده، او زه د يوراج كلب د يو غړي په توګه، نومړى ليكي، ستاسې څخه ډېره مننه كوم او د برياليتوب دعګانې درته كوم. اورېدونكي سليمان كاكا بيا پوښتنه كوي او وايي: تاسو مقاليد يار صاحب ته څومره تنخا وركوئ، ځكه چې په هر محفل كې ستاسو د راډيو په اړه اورېدونكيو ته معلومات وركوي، بله خبره دا چې، اورېدونكى سليمان الدين كاكا زياتوي، ما ته يې يوه وړه راډيو هم راكړه چې زه پرې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه واورم، نو دومره هلې ځلې له كومې تنخا پرته څنګه كېدى شي. اورېدونكى سليمان الدين كاكا، ستا له ليك او نېكو هيلو مننه كوو، د ښاغلي مقاليديار د هلو ځلو په اړه درته ليكو چې د چين نړيواله راډيو نوموړي ته هېڅ تنخا نه وركوي، دا يوازې د نوموړي خپل ځاني كوشش او زيار دى چې په ډېر لوړ هوډ سره په خپله سيمه كې له اورېدونكيو سره همكاري كوي او د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې په اړه معلومات وركوي او مينه والو ته لارښوونه كوي.

- له مانسهرې څخه د ډولفين كلب غړي عمر سعيد هم يو ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې خپرونې ډېرې په زړه پورې دي، خو هيله ده، نومړى ليكي، چې د دين په اړه هم په ځينو پروګرامونو كې معلومات ځاى كړئ، د غزلونو او شعرونو لپاره يو پروګرام ځانګړى كړئ، او هم په پروګرامونو كې د اولمپيك سپورټي لوبو په اړه معلومات وړاندې كړئ. اورېدونكى عمر سعيد بيا د خپلو ملګريو هر يو: محمد نويد اعجازي، محمد نعيم، محمد اجمل او محمد هارون نومونه ليكلي او د دوى له خوا يې هم د سلامونو او نېكو هيلو وړاندې كولو يادونه كړې ده، او وايي: دوى هم ستاسې خپرونه او پروګرامونه خوښوي او په زړه پورې يې بولي. اورېدونكى عمر سعيد د خپل ليك په پاى كې ليكي: پښتو هېنداره په يوه مياشت كې دوه ځله چمتو كړئ، د چيني ژبې لوستونه په كې خپاره كړئ، موږ له پښتو هېندارې، نوموړى وايي، ډېره چيني ژبه زده كړې ده.

- بيا هم د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له يوراج كلب څخه اورېدونكي اصيل الرحمن عرفان ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې پروګرامونه ډېر په زړه پورې او ګټور دي. ستاسې له خوا ماته پښتو هېنداره او نور مطبوعاتي توكي راورسېدل، په ترلاسه كولو يې ډېر زيات خوشاله شوم. اورېدونكى اصيل الرحمن د خپل ليك په پاى كې ليكي: زه تاسو څخه ګيله من يم ځكه چې تاسو زما غوښتنې هېڅكله نه دي منلې. نو اورېدونكيه اصيل الرحمن خانه، موږ د ټولو اورېدونكيو په ځاى غوښتنو ته ارزښت وركوو او كه د منلو وړ وي هر وخت يې منو. هيله له موږ نه خپه نه شې، له موږ سره خپلې اړيكې ژوندۍ وساتې او ګيله دې خداى وكړي د ليك په اورېدو لرې شوې وي.

- دغه راز له همدغه ځاى خوست ولايت په صبريو كلي كې د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليد يار له خوا هم يو ليك رارسېدلى دى. له هرڅه مخكې يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه له هغو ټولو اورېدونكيو څخه ډېره ډېره مننه كوم چې د سچوان ولايت مسابقه كې يې ګډون كړى و او هغو اورېدونكيو ته چې په دغه مسابقه كې يې لومړۍ، دويمه او درېيمه جايزې ګټلې دي د يوراج كلب په استازيتوب مباركي وايم. اورېدونكي مقاليديار په خپل ليك بيا يو څو وړانديزونه هم ليكلي او وايي: پښتو هېنداره بايدمياشتينۍ شي، چې اورېدونكي ترې زيات معلومات ترلاسه كړي. د خپرونې وخت له نيم ساعت څخه يو ساعت ته اوږد شي، د موږ او اورېدونكي پروګرام په اونۍ كې دوه ځله خپور شي يا هم نيم ساعت وخت وكړل شي، برېښناليكونو ته جلا وخت او د ډاګ له لارې د ليكونو لپاره جلا وخت او جلا پروګرام ځانګړى شي. اورېدونكى مقليديار خپلو وړانديزونو ته دوام وركوي او ليكي: تاسې بايد په يوه اوونۍ كې يو ماښام د موسيقۍ داسې پروګرام ولرئ چې اورېدونكي د ليكونو او ټليفون له لارې په كې برخه واخلي او د خپلې خوښې سندرې واوري، بل يو داسې پروګرام خپور كړئ چې په كې ډاكټر، هنرمند، كارپوه او داسې نورې نامتو څېرې په كې مېلمانه كړئ چې د اورېدونكيو پوښتنو ته ځواب ووايي. ګرانه اورېدونكيه مقاليديار، ستا له په زړه پورې ليك او ګټورو وړانديزونو ډېره مننه، هيله ده چې د خپرونې د زياتوالي او پښتو هېندارې په اړه وړانديزونو ته راتلونكى كال ځواب وويل شي، او داسې هيله هم لرو كله چې د خپرونې وخت زياتېږي نو دپروګرامونو وخت هم وروسره زيات شي چې اورېدونكي وكولى شي تر ډېرې اندازې په كې برخه واخلي.

- دا وو درنو اورېدونكيو ستاسې ليكونه چې موږ ته رارسېدلي وو او درته ومو لوستل، هيله ده هر وخت خپل پروګرام په خپلو ګتورو خبرو او ليكونو ښايسته او ښكلى كړئ، اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د نغمې يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د نغمې سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.