د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال جانګ ګوو باو د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل چين به د تجهيزاتو د توليدی چارو د پخپلو نوښت کارونو د پرمخبيولو لپاره اغېزناک تدبيرونه ونيسی.
هغه وويل چين به د برېښنا توليدولو د لويو، پاکو او اغېزمنو تجهرزاتو او د نساجی د نوی ډول تجهيزاتو په شمول د شپاړسو ډولونو مهمو تجهيزاتو د څېړنې په موخه، د هېواد د لويو پروژو او د تجهيزاتو د لويو سوداګرو په اتکا په پر له پسی توګه د تکنولوژيکی تجهيزاتو د پخپلو جوړولو لپاره کوششونه وکړي. پر دې سربيره، چين به د دولتي تجهيزاتو کارولو د پراختيا لپاره اړوند قانون او مقررات وټاکي.