<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-30 17:49:10    
د ٢٠٠٧ کال د بېجينګ د موسيقی د ١٠ دوری نړيوال فيستيوال

cri

له ١٩٩٨ کال راهيسی د بېجينګ د موسيقی کلنی نړيوال فيستيوال د بېجينګ ښار د يو مهم کلتوری فعاليت په توګه ګڼل کېږی چې د ختيځ او لويديځ ترمنځ د موسيقی په برخه کې يی د تبادلی لپاره مهم رول لوبولی دی او په چين کې يوه ډېره مهمه کلتوری پيښه بلل کېږي٠ د چينی او بهرنی موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې به د ٢٠٠٧ کال د بېجينګ د موسيقی د ١٠ دوری نړيوال فيستيوال يو کنسرت وړاندی کړو چې د چين د پيانو غږونکی لانګ لانګ او د المان د بامبرګ سيمفونی اورکيسترا هنري ډلی له خوا ترسره شوی و٠

( نغمه ١)

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د چين د پيانو د مشهور ځوان غږوونکی لانګ لانګ له خوا غږول شوی نغمه واوريده چې د اطريش د مشهور موسيقۍ پوه اولفګنګ امديوس موزارت له خوا جوړه شوی ده٠ د المان د بامبرګ سيمفونی اورکيسترا هنري ډله په ١٩٤٦ کال کې جوړ شوی چې د دغه کنسرت غبرګوونکی ډله ده٠ دوی نه يوازی د کلاسيکې موسيقۍ په غږولو کې تکړه دی ، بلکې ډېره عصری موسيقی هم غږوی٠ په ٢٠٠٣ او ٢٠٠٥ کلونو کې دغی هنري ډلی ٢ ځله د ايدينبورګ په نړيوال فيستيوال کې ګډون وکړ او په ٢٠٠٦ کال کې يی په اروپا کې لوی نندارتونونه تر سره کړل چې اوريدونکو يی تود هر کلی وکړ٠

( نغمه ٢ )

د کنسرت په دوهمه برخه کې د المان د بامبرګ سيمفونی اورکيسترا هنري ډلی د ځمکی سندری په نامه سمفوني ننداره وړاندی کړه، دغه سمفونی په ١٩٠٨ کال جوړه شوی او تر اوسه يو ډېر ځانګړی توليد ګڼل کېږی٠ د خبر له مخې، جوړونکی ګوستاف مولر د چين د تانګ امپراتوری لړۍ له لرغونو شعرونو څخه الهام پيدا کړی او نوموړی سمفوني يی جوړه کړی ده٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د دغی سمفونۍ يوه برخه واورو٠

( نغمه ٣)

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو نغمو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!