د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وياند جاويد اقبال چيما د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه دې ته اشاره وکړه چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد د پخوانی صدراعظمې بينظير بوټو د مړينې د څيړنې په برخه کې د نورو هېوادونو له ګډون سره مخالفت کوي. ښاغلي چيما څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت به په راتلونکو اوو ورځو کې د څيړنې ځانګړې ډله جوړه کړي او دغه حکومت توان لري چې پخپله د دغې پيښی تحقيقات وکړي.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف په همدې ورځ وويل: د پاکستان حکومت به د خلکو د امنيت د ساتلو لپاره په ټېنګار سره مجرمين وڅپی.
په همدې ورځ د پاکستان د ټولټاکنو کميټې اعلان وکړ چې دوی به د روانې مياشتې په يو ديرشمه نېټه د عمومی ټولټاکنو په اړه د اړوندو چارو د بحث لپاره يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړي.