<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-31 18:07:01    
د چين زريز څلی

cri

د چين د زريزې څلی د نوې زريزې او د نوې پېړۍ د هرکلی يوه نښه ده. دغه څلی د بيجينګ د چانګ ان واټ په لويديځه برخه کې پروت دی چې شاوخوا ساحه يې څلور اعشاريه پنځه هکتاره پراخوالی لري. په دغه ځای کې د ودانيو، باغ، مجسمو او ديوالي انځورونو په شمول د ځينو هنری ډولونو منظرې تر سترګو کېږي.

د چين زريزې څلي په جنوبی دروازه کې د مشال يو ډګر شته چې د ځمکې له سطحې څخه يو متر ټيټ دی. دغه ډګر له نهه سوه او شپېته ګرانيټونو څخه جوړ شوی چې د نهه مليون او شپږ سوه زره مربع کيلومترو په پراخوالی د چينی ځمکی استازيتوب کوي. د ډګر دننه شاو خوا برخه ټيټه ده او مرکز يې له شاو خوا سيمې لوړ دی چې د چينی ملت د پرمختيا څرګندونه کوي. د ډګر په مرکز کې د چينی مشال سرچينه د بيجينګ د جو کو ديان په نامه د لرغونيو کسانو د فوسيل له پاتی ځای څخه تر لاسه شوی چې په دايمی توګه وسوځيږي او د چينی ملت د تمدن دايمی موجوديت څرګندوي.

د ډګر په ختيځو او لويديځو خواوو کې يو کوچنی اوبځوړ شته چې په چين کې د دوو لويو شمال د يانځه او ژيړ سيندونو په استازيتوب کوي.

د ډګر په شمال کې له بروزيو څخه جوړه شوی يوه لاره ليدل کېږي چې اوږدوالی يې دوه سوه او اويا مترو ته رسېږي. د دغې لارې په مرکز کې له جنوب څخه تر شمال پوری د ساينس او تکنولوژی، کلتور او پوهنې په برخو کې د چينی ملت مهمې پيښې د ليکنو له لاری حکاکی شوی دي.

د چين د زريزې څلي عمده ودانۍ د چيان او کون له خوا جوړه شوې چې چيان په چينی ژبه کې د هوا استازيتوب کوي او په پرله پسی توګه د پرمختګ معنی ورکوي او کون د ځمکې په توګه ېادېږي چې د زغم او يووالی مانا لري.

چيان د څلي باندنۍ برخه ده چې پر ديوالونو باندی يې د چين د شپږ پنځوس مليتونو په استازيتوب عکسونه حکاکی شوی او مانا يې د دغو مليتونو يووالی دی. د چيان په مرکز کې يو سټيج شته چې قطر يې څوارلس مترو ته رسېږي او د هنری نندارې، د سندرو ويلو او نڅا کولو او د موسيقۍ غږولو لپاره کارول کيدای شي. په زر ګونو نندارچيان پر دغه سټيج باندی ننداره ليدلای شي. د چيانګ په باندنۍ برخه کې د ساعت يو ستنه هوا ته اشاره کوي چې اوږدوالی يې اوه ويشت اعشاريه شپږ مترو ته رسېږي چې د وخت د اوږدېدو مانا لري.

کون د دغه څلي لاندنۍ برخه ده چې د څلويښتو نامتو چيني کسانو برونزي مجسمی په کې ولاړې دي.

د پېړيو په سالون کې چې پراخوالی يې يو زر او يو سل او يو اويا مربع مترو ته رسېږي، د چين د تاريخ د ستاينې په عنوان يو لوی ديوالی انځور په کې شته چې لوړوالی يې پنځه مترو او پراخوالی يې پنځه سوه او اته اتيا مربع مترو ته رسېږي. پر دغه ديوالی انځور باندی د تاريخ پرمختيا يو منظم بهير له مخې د څلورو پړاوونو په ويشلو سره د چينی ملت د پنځه زره کلونو تمدن او د چين د پرمختيا بهير ښکارېږي.