<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-31 19:20:33    
د چين په هکله د يوې افغانې کورنۍ أندونه

cri

د چین د نویړالې راډیو درنو او محترمو اورېدونکیو نېکې هیلې او سلامونه خوښ یو چې د چین په ژوند کې پروګرام پو وړاندې کولو سره ستاسو په خدمت کې یو،هیله ده چې ستاسو د پام او خوښې وړ وګرځی،درنو دوستانو دادی یو بل زیږیږ کال هم تېر شو،او دوه زره او اتم کال راورسېد،په همدې پلمه مو په چین کې له یو تن میشت افغان او دهغه له کورنۍ سره مرکې ته ددوی کور ته راغلي یو،دغه افغان رحیم الله رحیمي نومیږي او په چین کې د افغانستان د لوی سفارت لومړی سکرتر دی،نوتاسې به په اتنظار کې نه پریږدو او له هغه سره به خپله مرکه پیل کړو،رحیمی صاحب لومړی خپرونې ته ستاسو هرکلی کوم:

مننه تر ټولو دمخه درنو اورېدونکیو ته د نوي کال راتګ،ځکه چې همدا اوس د نوي کال په درشل کې یو، د چین د نړیوالې راډیو له لارې ټولو ته مبارکي وایم،هیله مند یم چې نوی کال ټولوچینایانو لپاره د ښو لاس ته راوړنو،بریالیتوبونو او پرمختګ کال وي.

محترم رحیمي صاحب که درنو اورېدونکیو ته دا ووایاست چې څومره موده کیږی چې چین ته راغلي یاست،او چین مو څنګه وموند؟

زه شاوخوا دوه کاله کیږي چې دلته بیجینګ ته له خپلې کورنۍ سره راغلی یم،او دلته مو ډېر په زړه پورې وخت تېر کړ.

درنو اورېدونکیو د رحیمی صاحب مېرمن هم همدلته ناسته ده راځئ چې له دې څخه په بیجینګ کې د ژوند په هکله وپوښتو چې څه خاطرې له ځان سره لري :

ډېره مننه،موږ په بیجینګ کې دا دوه کاله عمر ډېر په خوښۍ سره تېر کړ،چین په وروستیو کلونو کې زیات پرمختګ او ترقی کوې ده،په دې موده کې ډېرو ښکیلو او تاریخي ځایونو ته ولاړو،او لېدنې مو ترې وکړې،موږ هم د چین په پرمختګ او ترقي خپله خوښي څرګندوو،او غواړو چې زموږ هېواد هم د چین په شان پرمختګ او ترقي وکړي .

درنو دوستانو اوس به د رحیمي صاحب له لور سحر عفت څخه واورو چې په دې تېرو دوه کلونو کې یې په چین کې څه کړي او څه شیان یې لیدلي دي،سحر جان مهربانی وکړئ مایک ستاسو په واک کې دی:

زه تر ټولو دمخه درنو اوریدونکیو ته خپل سلامونه وړاندې کوم،او د نوي کال مبارکي ورته وایم،زه له شاوخوا دوه کلونو را پدیخوا له خپل مور او پلار سره دلته په بیجینګ کې ژوند کوم،ددې دوو کلونو په اوږدو کې مې دلته خپل د ښوونځي زده کړې پای ته ورسولې او اوس مهال پوهنتون د ته تګ لپاره آزموینې ته تیاري نیسم ،او د دې ترڅنګ مې د انګریزي ژبې او لږ څه د چینایي ژبې کورسونه هم ولوستل.خو له چینایي ژبې سره لا تر اوسه ډېر بلدتیا نه لرم .

سحر جان که دا راته ووایاست چې ستا له پاره په چین او افغانستان کې د زده کړو ترمنځ څه توپیرونه موجود و؟

دلته زده کړې په ډېره لوړه کچه دي،او د افغانستان په پرتله دلته په چین کې د زده کړو لپاره ډېر ښه او زیاتې آسانتیاوې شته .دلته موږ په یو ټولګي کې لږ شمېر زده کوونکي و،ښوونکو زموږ سره په ښه توګه پیژندل او زموږ موجودې ستونزې یې په وخت سره راته حل کولې.

رحیمي صاحب که درنو اورېدونکیو ته ووایاست چې ددې دوه کلونو په موده کې پر بیجینګ سربېره د چین نورو کومو ولایتونو او ښارونو ته تللي یاست؟

زه پر بیجینګ سربېره د شیان،ګانزو او جیلین ولایتونو ته تللی یم،چې دغو ولایتونو ته مې په بیلابېلو موخو او د مختلفو پروګرامونو له مخې سفرونه کړي دي،د جیلین ښار ته د یو نندارتون د لیدلو لپاره تللی وم،چې د هغه نندارتون تر څنګ مو د جیلین له ښار او د هغه له پرمختګونوڅخه لیدنې وکړې،جیلین ښار ډېره ښه او ښکلې نقشه درلوده او ښه پرمختګونه یې کړيدي.

د ګانجو ولایت د لانجاو په ښار کې مو په هغه پروګرام کې ګډون کړی و چې د ملګرو ملتونو د پرمختایي ادارې او د چین د سوداګرۍ وزارت لخوا په ګډه د وریښمو د لارې په هکله جوړ شوی و،د لانجاو ښار هم ډېر ښکلی و،درې نیم میلیونه وګړي یې درلودل چې په هغه ډله کې شاوخوا شل زره مسلمانانو هم ژوند کاوه،او د اسلامي تمدن ډېر ښه اثرونه د بیګلې په توګه جوماتونه او د هغو لوړ لوړ منارونه زما لپاره ډېر په زړه پورې و،او تر څنګ مو د ژیړ سیند په اوږدو کې د کښتۍ په وسیلې د شاوخوا یو نیم ساعت لپاره مزل وکړ.

رحیمي صاحب تاسو خو ښایسته له ډېرو ځایونو څخه لیدنې کړي دي،په راتلونکي کې څه په پام کې لرئ چې له نورو کومو ځایونو څخه لیدنې وکړئ؟

تر اوسه پورې ما همدا څلور ولايتونه ليدلي دي،خو په راتلونکي کال کې هوډ او هيله لرو چې شانګهای وګورو،يو بل ښار چې د داليان په نوم ياديږي او د سمنر پر غاړې پروت دی هلته ولاړ شو او ليدنه ترې وکړو.

درنو اورېدونکيو بيا هم د رحيمي صاحب له مېرمنې څخه پوښتنه وکړم،چې د دوه کالونو په موده کې دلته په چين کې يې تېر کړل د چينايانو چال چلند څه ډول ورته ښکاره شو؟أيا کله يې کوم منفي چلند يا غبرګون هم ليدلی که نه؟

چينايان له موږ سره ډېر ښه چلند کوي او کړی يې دی،کله چې موږ توکي اخلو نو ډېره وضعه راسره کوي موږ ډېر ترې خوښ يو،چينايان ښه خلک دي،موږ هيڅکله نه يو ترې خوا بدي شوي،کله چې خپل هېواد ته ولاړ شو بيا هم غواړو چې چين ته راشو،له چين څخه ډېرې ښې خاطرې لرو او دلته په راتګ زيات خوشحاله کيږو.

سحر عفت که تاسو راته وواياست چې کله ناکله له کور څخه بهر خوړن ځايونو يا رستورانټونو ته هم د خوراک له پاره ځې که نه او که ځې نو کوم چينايي خواړه دې ډېر خوښ دي ؟

چينايي خواړه ډېره ښه او صحي دي،ښه خوند ور دي،او زما ډېر خوښيږي،دا چې زما چينايي ژبه دومره ښه نده نو د ټولو نومونه مې ندي په ياد خو کباب يې ډېر زيات خوندور دی.

د توکيو د اخيستلو په هکله لږ څه راته وواياست :

دوی ډېر ښه، مهربانه او صميمي خلک دي،که څه هم ځينې پلورونکي خپل توکي په ډېره لوړه بيه راته بيه کوي،خو بيا وروسته تر ډېرو چنو وهلو کولای شو چې بيې پرې راټيټې کړو او د خپلې اړتيا وړ توکي واخلو.

سحر جان تاسې هم له رحيمي صاحب او خپلې مور سره يو ځای د چين نورو سيمو او ښارونه تللی ياست که نه؟او تر اوسه پورې مو کوم ،کوم ځايونه ليدلي دي؟

دا چې زه له خپلو زده کړو سره بوخته وم،نو ړمې نشو کولای چې له بيجينګ څخه بهر نورو سيمو ته ولاړه شم،خو په بيجينګ کې مې له ډېرو ځايونو څخه ليدنې کړې دي،او تصميم لرم چې په روان کال کې نورو ولايتونو او سيمو ته هم ولاړه شم .

ښاغلی رحيمي په دغه موده کې چې تاسې په بيجينګ کې تېر کړي،په نومړي ښار کې مو څه بدلونونه تر سترګو شوي که نه؟او ستاسو په أند د بيجينګ پرمختګ په کوم حال کې دی؟

بيجينګ يو لوی او د زياتو وګړيو درلودونکی ښار دی،په دغو دوو کالونو کې چې ما وليدل د بيجينګ ظاهري بڼه هر کال بدلونونه مومي،دا چې دلته کارونه ښه په چټکۍ سره روان دي نو پرمختګ يې هم ښه پراخ دی،او ورځ په ورځ پر مخ روان دی،چې د ظاهري بڼې ترڅنګ په اقتصادي او صنعتي برخه کې هم پرمختګونه ليدل کيږي .او له بيلابيلو اروپايي،أسيايي او افريقايي هيوادونو سره ښې فعالې اړيکې هم لري.

رحيمي صاحب تاسو د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې او د چين او افغان ولسونو تر منځ د اړيکيو د ټينګولو په برخه کې ددې څانګې د رول په هکله څه نظر لرئ ؟

زه د چين د نړيوالې راډيو له پښتو څانګې سره له شاوخوا دوو کالونو را په ديخوا اړيکې او همکاري لرم،دوی ډېر ښه کار او فعاليتونه لري ، د پښتو ژبې په خپرونو او ددغې ژبې د لا بډاينې له پاره يې زيات کارونه کړي او په دې برخه کې له موږ سره ښې ټينګې اړيکې لري،موږ شاهد يو چې ددغې څانګې کارکونکيو په وار وار افغانستان ته سفرونه کړي دي،دوی ددواړو هيوادونو د لوړپوړيو چارواکو تر منځ د اړيکيو په ټينګولو کې پوره رول لوبولی دی.

له افغاني خبري رسنيو،راډيو او تلويزيون سره د سي ار ای د اړيکو په هکله ستاسو نظر څه دی؟

موږ دا هيله لرو چې د سي أر ای راډيو پښتو څانګه د افغانستان له راډيو تلويزيون سره اړيکې ولري،دا اړيکې د دواړو خواوو له پاره اغيزمنې او ګټورې دي،ځکه دلته يو شمېر کسان د پښتو ژبې له پاره کار کوي کوي که چېرې دوی افغانستان ته ولاړ شي ،او هلته د پښتو ژبې په اړه زده کړې وکړي،ددوی تجربه او ژبه زده کول به لاپسې ښه شي،او همدا شان که افغانستان څخه يو شمېر کسان دلته راشي او ستاسو کارونه وګوري نو هغوی به هم زياتې تجربې له ځان سره يوسي،دغه راز که ستاسو د خپرونو وخت زيات شي او داسې نور...دا د دواړو هېوادونو پر اړيکيو ښه اغيزه لري.

ښاغلی رحيم الله رحيمي او ستاسو له ميرمنې او لور څخه ډېره مننه کو چې حاضر شوئ او له موږ سره مو مرکه وکړه :

دا ستاسو خپل کور دی،هر کله راشئ،موږ تل تيار يو چې ار خپلې وسې ستاسو سره همکاري وکړو.