د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ټولټاکنو کمېټې د دسمبر په يودېرشمه نېټه په اسلام أباد کې يوه بېړنۍ غونډه تر سره کړه.په غونډه کې اعلان وشو چې دوی به د ٢٠٠٨ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د پارلمانی ټوټاکنو د اجنډا په اړه پرېکړه وکړي.
له دغې غونډې وروسته د ټولټاکنو کمېټې د بېلا بېلو ولايتونو له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو ولايتونو د امنيتی حالاتو په اړه راپورونه وړاندي کړي او څرګنده يې کړه چې دغه کمېټه به د بېلا بېلو ولايتونو له حکومتونو او د ټولټاکنو له ارګانونو سره له سلامشورې وروسته د پارلمانی ټولټاکنو اجنډا وټاکي.