<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-01 17:37:40    
د چين د کرنې بانک د ان دينګ فرعی بانګ د کچالو چارو د ملاتړ له لاری خپل پرمختګ کړی دی

cri

د نومبر په ٢ نېټه د ګان سو ولايت د دينګ شی ښار د کچالو د معاملې مرکز له کسانو څخه ډک و او د کچالو د ښوحاصلاتو له امله دلته ټول بزګران ډېر خوشحاله و. د ان دينګ سيمې د ګاو فنګ علاقه دارۍ د هونګ باو کلی ٧٠ کلن سپينږيری لی ګوي چينګ له پټاټو څخه يو موټر پر سوداګر وانګ ګوو ان وپلوره چې د هر کيلو ګرام بيه يې د تېر کال په پرتله څلور فن او عايدات يې څلور سوه يوان نور زيات شوی دی.له دی امله چې د کرنې بانک د تخمونو روزلو، د کچالو ليږلو، پلورلو او چمتو کولو په برخه کې بزګرانو ته پورونه ور کړی .د دينګ شی سيمې د کچالو کرلو چارو چټک پرمختګ کړی او بزګران يې شتمن شوی دی.

د دينګ شی سيمه په چين کې يوه ډېره بې وزلی سيمه ده، خو هوا يی د کچالو کرلو لپاره ډېره مساعده ده. سيمه ايز حکومت په وروستيو کلونو کې د کچالو کرلو چارې د عمدې چارو په توګه وټاکلې. د دغې سيمې د کرنې بانک هم د کچالو کرلو چارو د پرمختګ لپاره له سيمه ايز حکومت سره همکاری کړی ده.

د نومبر په ٢ نېټه ماښام د دغې سيمې د شيانګ چوان علاقه دارۍ د شی جای کلی بزګر جيا چنګ لين له ځمکې څخه کچالو راوايستل . ښاغلی جيا خبريال ته وويل د شين دا پينګ په نامه بڼه لرونکی کچالو د هر کيلو ګرام د پلورنې بيه صفی اعشاريه ٤٥ يوانو ته رسيدلی دی.د ای لان د تخمونو شرکت په وړيا توګه ور ته غوره تخمونه

ور کړي دي.دغه شرکت د کرنې بانک تر ملاتړ لاندی پرمختګ کړی چې هر کال د دغه بانګ له خوا دوه مليون يوانه پورونه تر لاسه کوي.

د لان تيان ډلې د نشايسته يی موادو توليدولو شرکت عمومی مدير لی شينګ ځه هم د کرنې بانک د پورونو ور کولو له ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل د تصدۍ د جوړولو په پيل کې مو يو مليون او پنځه لکه يوانه پورونه تر لاسه کړی، خو د کمزوری ادارې له امله مو د تاوان اندازه دوه مليون يوانو ته رسيدلی وه . د کرنې بانک د ستونزو د له منځه وړلو لپاره زمونږ تصدۍ ته ځانګړی استازی راوليږه او ښې لاری چارې مو موندلی چې له امله يې له لږې مودې وروسته بيا ګټې تر لاسه کړې او اوس زمونږ تصدۍ په خپله سيمه کې د کچالو چمتو کولو تر ټولو يوه لويه تصدۍ ده.

په وروستيو کلونو کې د کرنې بانک د کچالو کرلو چارو د پرمختګ لپاره ١٧٨ مليون يوانه پورونه بزګرانو او اړوندو تصديو ته ور کړي دی. تېرکال کچالو کرلو له لاری د هر بزګر خالص عايدات ١٢٠٠ يوانو ته رسيدلی و چې د هر تن په سر د کلنی عايداتو په سلو کې ٦٨ برخه يې نيولی ده.د بزګرانو د شتمنېدو ترڅنګ د کرنې بانک هم لازياتې ګټې تر لاسه کړې دي.

د روان کال په اکتوبر کې د کرنې بانک په هر اړخيزه توګه د کرنې، بزګرانو او کليوالو سيمو د سمسورتيا په اړه د پولی چارو خدمتونو په ازمويښتی کارونو پيل وکړ او په ګان سو ولايت کې فرعی بانک هم يو ازمويښتی بانک ګرځيدلی و.

په وروستيو وختونو کې د ان دينګ سيمې د چينګ لان د ګوندی کميټې مشر ما چين وليدل چې د دغه بانک کارکوونکيوپه خپله خوښه د کچالو کرلو د پرمختګ او د پولی اړتياوو معلومات تر لاسه کولو لپاره پټيو ته ځي .