<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-01 17:59:14    
د دونګ قوم نجلۍ وو هوی

cri

ګرانو دوستانو، دغه سندره چې تاسو واورېده، د چين د دونګ قوم ولسی سندره ده چې دونګ ځو دا ګه نومېږي. دونګ قوم په عمده توګه د چين په جنوب د ګوی جو او هو نان په ولايتونو کې ژوند کوي او زره کن تاريخ يی لري. ١٩٥٨ کال مخکې دونګ قوم خپل ليک دود نه درلود او د سندرو له لارې يې ژوند ياديده. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يوې سندرغاړې په اړه معلومات وړاندی کړو چې د دونګ ځو دا ګه په ويلو کې ډيره تکړه ده.

وو هوی چې عمر يې دوه ويشت کاله دی ، د ګوی جو ولايت د لي پينګ ولسوالی په يو غرنی کلی کې زېږيدلی. د ماشومتوب په موده کې يې کورنی بی وزلی وه، نو وو هوی په ښوونځی کې د زده کړې فرصت خپلې کشرې خور ته ورکړ. وو هوی د دونګ ځو دا ګه په ويلو کې تکړه وه، نو له دې امله د لي پينګ د دونګ ځو دا ګه په هنری ډله کې شامله شوه. په ٢٠٠٥ کال کې وو هوی له نورو څلورو نجونو سره د دونګ ځو دا ګه ډله جوړه کړه او د ګوی جو ولايت د سندرو ويلو په يوه سيالی کې يې ګډون وکړ. دوی په دغه سيالی کې د سپينو زرو جايزه تر لاسه کړه چې له امله يې د اړوندو خواوو پاملرنه ورجلب کړه. د دغه ولايت اړوندو څانګو په سپارښتنې سره وو هوی په وړيا توګه د ګوی جو پوهنتون د هنر ښونځی د سندرو او موسيقۍ په څانګه کې شامله شوه. دې وويل:

دغه فرصت زما ژوند بدل کړ. کله مې چې په دغه پوهنتون کې د شامليدو يادښتپاڼه تر لاسه کړه، ډېره خوشحاله وم.

تر هغه وروسته په دوو کلونو کې وو هوی په پوهنتون کې د هنر بېلا بېل معلومات تر لاسه کړل. په هغه وخت کې وو هوی او ملګرو يې د تر لاسه شويو معلوماتو له لارې د دونګ ځو دا ګه اهنګونه ترميم او ثبت کړي او دا ورته معلومه شوې چې اوس ډېر وګړي د عصری موسيقی له لارې ولسی سندرې وايی، نو هيله يې درلوده چې له دې لارې دونګ ځو دا ګه خپره کړي چې لا زيات وګړي ور سره مينه پيدا کړي.

وو هوی د دونګ ځو دا ګه د ويلو له امله نه يوازی په پوهنتون کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ، بلکې نورې لا پراخې زمينې برابرې شوې. وو هوی د رنګارنګ ګوی جو په نامه د هنری ډلې سره سم د چين په بېلا بېلو ځايونو کې نندارې وکړې. له دې وروسته وو هوی او ملګرې يې د روسيې، اوکراين او هالند په ګډون نورو هېوادونواو سيمو ته د نندارو لپاره هم ولاړل چې لا زياتو اوريدونکو ته دونګ ځو دا ګه سندرې ووايي. وو هوی وويل: که موږ يوازی په خپل ټاټوبي کې سندرې وايو نو د نورو ولايتونو وګړی په دونګ ځو دا ګه نه شي پوهيدای. که په نورو هيوادونو کې د دونګ ځو دا ګه سندرو ويلو زياتې نندارې وښودل شی ، نو نړيوال به په دې هکله زيات معلومات تر لاسه کړي. زموږ يوه هيله دا ده چې د دونګ ګه په اړه يوه ډله جوړه کړو چې د دونګ ځو دا ګه د خپرولو لپاره هڅې وکړو.

د دونګ قوم د وګړيو په اند، سندرې پوهنه او کلتور دی. څوک چې تر نورو زياتې سندرې ويلی شي، د سندرو ښوونکي به وګڼل شي او وګړی به يې ډيردرناوی کوي. د

وو هوی په ټاټوبی کې د دونګ قوم ډېر وګړی اوسيږي چې شمير يې دری سوه او پنځوس زره تنو ته رسيدلی دی. نو په لی پينګ ولسوالی کې تر نورو د دونګ ځو

دا ګه ډېر زيات ښوونکی شته. وو هوي په خپل کلی کې له پوهنتون څخه د لومړی نمبر فارغ شوې زده کوونکې په پرتله د يوې مشهورې سندرغاړی په توګه زيات شهرت لری. د دې د کوښښونو له لارې لا زيات وګړی دونګ ځو دا ګه ته پاملرنه کوي. وو هوی وويل: 

کله چې زه خپل ټاټوبی ته بېرته ځم، کليوال وګړي تل زما کور ته راغونډيږي. هغه ماشومان چې تازه د ګام پورته کولو توان لری ، هم د سندرې ويلو زده کړه کوي او بوډاګان هم د سندرو له ويلو سره مينه لري.

وو هوی وويل چې اوس لا زيات وګړي له دونګ ځی دا ګه سره مينه لري او ولسی کلتور د دوی ژوند بدل کړی دی. دې وويل: اوس زموږ هېواد ولسی کلتور ته لا زياته پاملرنه کوي او موږ به د خپلو ولسی کلتور د خپرولو لپاره هڅې وکړو.