<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-01 18:00:07    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکی نوم اند د ځانګ قوم پوليس څي ژن

cri

د ځانګ قوم پوليس څي ژن ته د روان کال په اګست کې معلومه شوه چې هغه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکی نوم اند په توګه ټاکل شوی. هغه څرګنده کړه: که هغه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکی شي، نو د دوهم ځل لپاره به د هېواد په استازيتوب لويه دنده پلی کړي. د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر کې د چين د سوله ساتيو پوليسو د تاوتريخوالی او اخ و ډب د مخنيوی لومړی ډله د سولې د ساتلو لپاره هايتی ته ولاړه. څي ژن چې په هغه وخت کې د تبت د خپلواکی سيمې د عام امنيت څانګې د هېواد د وتلو او ننوتلو د ادارې يو پوليس و او په خوښۍ سره په دغه ډله کې شامل شو. نو څي ژن د لومړی ځل لپاره د چين په استازيتوب دنده تر سره کړه.

په سر کې په هايتی کې د ژوند کول ډېر ګران و. په هغه ځای کې چې د چين سوله ساتی ډله ميشته وه زياتې وسله وال وګړی موجود و او تل تاوتريخوالی او اخ وډب رامنځ ته کېده. خو څي ژن او ملګری يې تل د بېلا بېلو ستونزو په له منځه وړلو سره خپلې دندې تر سره کولې.

د هايتی عمليات د څي ژن په ژوند کې يوه ډېره ځانګړه برخه ګڼل کېږي. د چين دغه ډلې په هايتی کې د ښو کارونو له امله د ځايی حکومت ، د چين حکومت او د نړيوالې ټولنې ستاينه تر لاسه کړه او په هايتي کې د م م ځانګړی امنيتی ډلې ورته د سولې وياړ ورکړ. کله چې دغه ډله بېرته چين ته راستنه شوه، د چين د عام امنيت

وزارت ورته ډله ايز لومړی جايزه ورکړه او څي ژن ځانګړی لومړی جايزه تر لاسه کړه.

تر هغې وروسته څي ژن په مداومه توګه د عام پوليس په توګه کار کوي. څي ژن له پينګ پانګ سره ډېره مينه لري. هغه وويل چې ډېر لوبغاړي په سياليو کې ټينګ هوډ لري او له ناکامی څخه ويره نه لري. نو غواړم چې دغه روحيه ورڅخه زده کړه کړم. د پوليس په توګه بايد په خپل کار کې ټينګ هوډ ولرم.

څي ژن ډېر خوشحاله دی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدونکی نوم اند ټاکل شوی هغه وويل: پخوا يې فکر نه کاوه چې هغه به له اولمپيک لوبو سره مستقيم تړاو ولري. له دې نه مخکی يی يوازی په ټلويزيون کې د اولمپيک لوبو په اړه معلومات تر لاسه کړی و. نو که هغه د اولمپيک لوبو مشال ليږدونکی وټاکل شي، هغه به تر خپلی وسی پورې دغه دنده پلی کړي. د ده په اند، دا يو ډول وياړ دی. څي ژن هيله لري چې نړۍ به سوله او همغږي وساتي.

څي ژن وويل: د تبت د پوليسو په استازيتوب مې پريکړه وکړه چې د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدولو له لارې نړۍ ته د سولې، دوستی او همغږی په اړه د اولمپيک روحيه خپره کړم.