د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د حکومتي ټلويزيوني سټېشن د جنوری په لومړۍ نېټه د خبر له مخې، د دغه هېواد د ټولټاکنو کمېټې په همدې ورځ په اسلام اباد کې يوه غونډه تر سره کړه او اعلان يې وکړ چې د پارلماني ټولټاکنو د وخت په هکله به د جنوری په دوهمه نېټه پرېکړه وشي.
په دغه غونډه کې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې او د خلکو ګوند د مشرې بينظير بوټو له وژل کېدو وروسته د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د زيانونو، امنيتي حالاتو او د ټولټاکنو د تياريانو ارزونه شوی ده. وروسته غونډې پرېکړه وکړه چې بېلا بېل ګونډونه د پارلماني ټولټاکنو د وخت په اړه بيا بحث وکړي.
مخکې ټاکل شوې وه چې د ٢٠٠٨ کال د جنوری په اتمه نېټه په پاکستان کې پارلماني ټولټاکنې تر سره شي.