د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ٢٠٠٨ کال د چين د اولمپيک لوبو په اړه سيلانی کال د ٢٠٠٨ کال په لومړۍ ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شو.
د چين د سيلانی چارو ادارې مشر شاو چي وې وويل سر له اوس د اولمپيک لوبو د توريزم په اړه يو لړ تبادلې، فورم او ځانګړی فعاليتونه به ګام په ګام تر سره شي. چين به د اولمپيک لوبو په تر سره کولو سره يوه لرغونی، تمدني او عصري نړيواله بڼه جوړ کړي او د سيلانی خدمتونو سويه لوړه کړي.