<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-02 17:14:56    
په چين کې د ړندو کسانو د خدمت کولو لپاره هڅې رواني دي

cri

له وروستيودوو کلونو راهيسې په چين کې د ړندو کسانو د لارښوونکو سپيو د روزلو چارو ګام په ګام پرمختګ کړی دی. چين په نړۍ کې د نفوسو او هم د ړندو کسانو له پلوه لومړی لوی هيواد دی چې شمير يي له دوولسو مليونو څخه اوښتی دی. دوی د ژوند له زياتو ستونزو او تکليفونو سره مخامخ دي ، خو روزل شوي سپي ددوی د مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره ور سره مرسته کولی شی .

د چين په شمال د لياو نين ولايت د دا ليان ښار په يوه سوداګريزه لار کې هره ورځ ليدل کېږي چې يوه ړنده ښځه د يوه سپي په مرستې سره په ازاده توګه ځی راځې . دغه ښځه جانګ سو جيون نوميږي او ميړه يي هم يو ړوند سړی دی . دوی دواړو په توره تياره کې څلويښت کاله تير کړيدي. کله چې دغه سپی چې طلايي ويښتان لري او ماما نوميږي، ددوې کور ته راغی ، له وخته د ميرمن جانګ په کور کې له خوشحاليو څخه ډکه خندا اوريدل کيږي.

ماما ، زما بوټونه راوړئ . ډيره ښه ده . اوس ماما زما زوی ته ورته دی او حتی له خپل زوي څخه هم زياته مينه ورسره لرم.

تاسی هره ورځ دده په کشولو سره بهر ته ځئ؟

هو ، هره ورځ دده په مرسته سبزي اخيستلو ته ځم يا چکر وهم.

ماما د دا ليان د طبي پوهنتون په اړه د ړندو کسانو د لارښوونې سپيو د روزونکي مرکز لخوا رول شوی دی چې دغه مرکز په چين کې د داسي سپيو د روزلو يوازنې اډه ده . د دغه مرکز مشر وانګ جين يو چې د څارويو ډولونو په اړه يې د دوکتورا درجه اخيستې ده ، زموږ خبريال ته وويل چې اوس په ٢٧هيوادونو کې اتيا داسې اډې

جوړې شوي او شل زره ځانګړي سپي د ړندو کسانو لپاره خدمت کوي . څرنګه چې په چين کې ړانده ډير دي ، نو دغو ځانګړيو سپيو ته ډيره زياته اړتيا ليدل کيږی .

ښاغلي وانګ وويل دغه دوه ډولونه روزل شوي سپي د ړندو کسانو د خدمت لپاره مساعد دي، لابرادور او ګولدن نوميږي ځکه چې تنه او وزن يي مناسب دی او ګام يي هم د انسان له قدم سره برابر دی او د تميز او قضاوت توان لری.

د ښاغلي وانګ په وينا د سپي بچې د زيږيدو له ٤٥ ورځو وروسته د يوه داوطلب کور ته ليږل کېږی او يو کال وروسته به په اډه کې د نيم کال لپاره روزنه ورکړل شی چې شپږ يا اوه سلنې سپي به حذف شي . وړ سپي به له يو ړوند سره دوه مياشتې روزنه ومنل شی او بيا به دده لپاره خدمت وکړي . له شپږ يا اته کلنی خدمت وروسته به دغه سپی بيرته اډې ته وسپارل شی او بيا به د ژوند د وروستې مودې د تيرولو لپاره هغه داوطلب يا اډې ته ورکړی شی چې د ساتلو هيله يې لری.

د داليان په دغه مرکز کې درويشت تنه روزونکي شته چې اکثريت يي د پوهنتون د ژويو تخصص له څانګې څخه فارغ شوی ځوانان دي . دوی له سپيو او خپل کار سره ډيره مينه لری . خبريال په اډه کې له روزونکې جيانګ دان سره مرکه وکړه . دې وويل د سپيو روزلو کارونه ډير سخت دي او هره ورځ ترسره کيږي په تيره بيا په ګرم دوبي او يخ ژمي کې ډير ستړي ستومانه وي . خو ډير وياړو چې روزل شوي سپي هره ورځ وده کوي .دې وويل کله چې د روزنې او تربيې له امله سپي د قدم وهلو، کيناستو او څملاستلو توان زده کوی ، موږ ډير خوشحاليږو ځکه چې کوششونه مو بی ځايه نه دي

نن ورځ په چين کې د ړندو کسانو د لارښوونکو سپيو روزنه او تربيه له زياتو ستونزو

سره مخامخ ده ، د بېلګې په توګه د روزلو تيوري بشپړه نه ده ، تجربې او پيسې کمې دي. تر اوسه د دا ليان په اډه کې د دوو کلونو د کوششونو له لارې يوازی درې سپي تربيه شوي او نور دوولس يي لا هم د روزنې په حال کې دي . دغه راز اوه پنځوس د سپيو بچې د داوطلبانو په کورونو کې ساتل کيږی. په چين کې د ړندو کسانو لپاره خدمت وړيا دی ، خو د يوه سپي د روزلو لګښت دوه لکه يوانه دي چې دغه زياتې پيسې د دا ليان د طبي پوهنتون ، ښاروالي او د معيوبينو ټولنې لخوا برابريږي . د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د چين حکومت به د ړوندو کسانو د خدمت لپاره د ځانګړيو سپيو د روزلو قانون جوړ کړي . باور دی چې د حکومتي ملاتړ او ټولنيزې پاملرنې له برکته به هرومرو د دغو ځانګړيو سپيو د روزلو چارې چټک پرمختګ ومومی.