<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-02 17:19:48    
د ګوانګ جو په ښار کې د جين يان په نامه کليوالو کارګرانو ځانګړی کور

cri

د چين په جنوب د ګوانګ جو ښار له هغو ښارونو څخه شمېرل کيږی چې په ډېره چټکه توګه اقتصادی پرمختګ کوی ٠ د کار او استخدام د زياتو فرصتونو له امله کليوال د مزدورۍ لپاره د هېواد له بېلا بېلو ځايونوڅخه ګوانګ جو ته ځی٠ د ګوانګ جو ښاروالۍ د استوګنې په سيمو کې ځانګړی کلتوری مرکزونه جوړ کړي چې ددغو وګړو لپاره بېلا بېلو خدمتونه او د روزنی چارې برابروی ٠ د ژوند په چين کې پروګرام په دغی کړۍ کې به تاسو ته د ګوانګ جو په ښار کې له نورو ځايونو څخه د ورغليو وګړيو نيکمرغه ژوند په اړه معلومات وړاندی کړو٠

هره ورځ ماښام ځيني ماشومان د جين يان کور په نامه کلتوری مرکز ته ځي او هلته لوبی کوي ٠ ددوی پلرونه او ميندې ټول کليوال کارګران دي او د دا دونګ سړک په شاوخوا کې اوسيږي . مېرمن جنګ شيانګ چې د چين له ختيځ جه جيانګ ولايت څخه راغلې ، څو کاله دمخه يی مېړه پريکړه وکړه چې د کار لپاره ګوانګ جو ښار ته لاړ شي، نو دوی له خپل زوی سره چې عمر يی له يو کال څخه هم کم و، ګوانګ جو ته ولاړل٠ جنګ شيانګ وويل د جين يان کور د ماشومانو لپاره له خوښی څخه ډک ځای دی او په دغه کلتوری مرکز کې ډول ډول تجهيزات او سامان الات شته٠دې زياته کړه په ګوانګ جو ښار کې ددوی په شان زيات شمېر بهرنی وګړی په کرايه کوټې نيسي، له دی امله چې په دغه ښار کې ددوی شمېر زيات دی ، نو د کوټو کرايه هم لوړه ده چې له امله يی کله دلته کله هلته اوسيږی، خو د استوګنی سيمو په شاوخوا کې ددوی د خدمت لپاره دغه شان کلتوری مرکزونه ليدل کيږی نو دغه مرکزونه ددوی د دوهم کور په توګه ګڼل کېږی٠

خبريال د جين يان کور د اداری چارواکی په لارښوونه د جين يان له کلتوری مرکز څخه ليدنه وکړه ٠د دغه مرکز په لومړی پوړ کې په عمده توګه د زده کړې سيمه ده چې د

څه د پاسه ١٠٠ مربع مترو په پراخوالی د کنفرانس يو لوی تالار او يوه کوچنۍ درسی کوټه هم پکې شته ٠د خبر له مخې، د غونډې تالار د استوګنی سيمی د فعاليتونو د ترسره کيدو يو مرکز دی او په نوموړی کوچنی درسی کوټه کې کليوالو کارګرانو ته وړيا تخينکی روزنه برابريږي ٠د مرکز په دوهم پوړ کې د ساتيری فعاليتونه تر سره کيږی چې د ماشومانو بېلا بېل ډولونه لوبتکی هم پکې شته دي٠

خو ولی د دغه کلتوری مرکز نوم د جين يان کور په نامه ياديږي ؟ د دا دونګ سړک د ادارې مرستيال وويل جين يان دکډوالو وګړيو معنا لری او د جين يان کور يعنی په ګوانګ جو ښار کې د کډوالو کليوالو کارګرانو کور دی٠ دغې چارواکې وويل موږ کليوالو کارګرانوته د تخنيکې توان د لوړولو لپاره مساعده زمينه برابروو٠ بر سيره پر دی موږ د جين يان په نامه پلان هم ټاکلی چې د ښوونی او روزنی له لاری دوي ته زموږ د استوګنی په سيمو کې له دايمي اوسيدونکو سره د ګډ ژوند کولو معلومات ورکړو٠ موږ هيله لرو چې د خدمتونو له لاری د استوګنی په سيمو کې د کليوالو کارګرانو اداره په ښه توګه ترسره شی ٠

د معلوماتو له مخې، د جين يان پلان له پيل راهيسی د دا دونګ سړک په سيمه کې په وار سره څه د پاسه ٣٠ بېلا بېل ډولونه ښوونيز او کلتوري فعاليتونه ترسره شوی او څه د پاسه ٥ زره کليوالو کارګرانو پکې ګډون کړی دی٠ په نوموړو فعاليتونو کې له نورو ځايونو څخه راغلی کليوال کارګران کولی شی چې نه يوازی په وړيا توګه کتابونه ولولی، بلکی له تخنيکی او سپورتي روزنو څخه هم ګټه واخلي ٠

د دا دونګ سړک د جين يان کور په ګوانګ جو ښار کې يوه ازموينه ده ، د دغه ښار په بېلا بېلو سيمو کې دغه شان سازمانونه شته٠ ګوانګ جو ښار دکليوالوکارګرانو د ګټواو حقونو ساتنی لپاره کوښښ کوی ، پر دوی باندی د ځينو ښاريانو نه باوری بدلوي٠ پر کلتوري مرکزونو برسيره د ګوانګ جو ښار حکومت هم د کرايی کوټو د جوړولو لپاره پانګه لګوي چې په ځانګړی توګه کليوالو کارګرانو ته د استوګنی يوه ښه زمينه برابره کړی٠ د حکومت د پر له پسی کوښښونو له امله به په ګوانګ جو ښار کې د کليوالو کارګرانو د اوسيدلو چاپيريال نور هم ښه شي٠