<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-02 21:24:54    
د چاپېريال ساتلو په اړه د ٢٠٠٨ کال د چين د ماشومانو د انځورونو سيالی په بېجينګ کې پيل شوه

cri

څو ورځې مخکې د چاپېريال ساتلو په اړه د ٢٠٠٨ کال د چين د ماشومانو د انځورونو سيالی په بېجينګ کې پيل شوه. دا د م م له خوا د چين د ماشومانو لپاره د نقاشۍ لومړۍ سيالی ده.

دغه سيالی د م م د چاپيريال ساتنې پروګرام او د دغه پروګرام د يو صندق له خوا په ګډه ترتيب شوې او عمده موضوع يې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د اقليم بدلون د مخنيوي د نړيوالې غونډې له موضوع سره يو شان ده چې بايد د ځمکنۍ کرې د تودوخې مسئلې ته پاملرنه وکړی شی. د م م د سرمنشی مرستيال عازم د دغې سيالۍ دا موضوع وټاکله چې موږ بايد د ځمکني کرې د تودېدو د مخنيوي لپاره څه کار وکړو؟

دغې سيالۍ په ٢٠٠٨ کال کې د چاپيريال ساتنې د نړيوالې ورځې د يادونې لپاره د م م د يو فعاليت په توګه د چين او نورو هېوادونو زياته پاملرنه ورجلب کړې ده. د م م د چاپېريال ساتنې پروګرام د سيمه ايزې همکارۍ څانګې مرستيال وانګ جه جيا څرګنده کړه چې چين په وروستيو څو کلونو کې د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د نړيوال اقتصاد په پرمختګ او د چاپېريال په بدلون ستره اغېزه کړې او له امله يې د م م د چاپېريال ساتنې پروګرام دغه هېواد ته زياته پاملرنه کړې ده. لا زيات ماشومان به د دغې سيالۍ د تر سره کېدو له لارې د اقليمی بدلون په شمول د چاپيريال ساتنې په هکله تودو مسئلو ته پام وکړي او په دې ساحه کې به لا زيات کوښښ وکړي.

د معلوماتو له مخې، د انځورونو په دغه سيالۍ کې ګډون کوونکي له اووه کلنو څخه تر څوارلس کلنو پوری ماشومان دي او اوس يې د انځورونو په راغونډولو پيل شوی دی. د دغې سيالۍ پايله به د راتلونکي کال د جون په پنځمه نېټه د چاپېريال ساتلو په نړيواله ورځ خپره شي.

په چين کې له څلور کلنو څخه د پورته عمر کتونکيو شمېر له يو مليارډ او دوه سوه مليون تنو څخه اوښتی دی.

د چين مرکزی ټلويزيون څو ورځې مخکې د ٢٠٠٧ کال د هېواد د ټليويزيون کتونکيو د پلټنې پايله خپره کړه. د پلټنې له دغې پايلې څخه څرګنديږی چې په چين کې له څلور کلنۍ څخه د پورته کتونکيو شمېر يو مليارډ دوه سوه پنځوس مليون تنو ته رسېدلی چې د ٢٠٠٢ کال په پرتله نوی مليون تنه زيات شوی او د ١٩٨٧ کال په پرتله څه دپاسه يو چند لوړ شوی دی.

د دغې پايلې له مخې، د کتونکيو تر ټولو خوښ ټليويزيونی پروګرامونه د خبرونو خپرونه او د تودو ټکو مرکې دي. په چين کې څه دپاسه پنځه نوی سلنه وګړي هره ورځ يا هميشه ټلويزيونی پروګرامونه ګوري. د چين نهه نوی سلنه کورنۍ ټلويزيونونه لري چې يو په څلورمه برخه يې دوه ټليويزيونونه لري. د ٢٠٠٢ کال په پرتله په چين کې د توراو سپين ټلويزيون تناسب ډېر ټيټ شوی او اوس يوازی اووه سلنه کورنۍ تور او سپين ټلويزيونونه ګوري. په څه دپاسه څلور نوی سلنه کورنيو کې رنګه ټلويزيونونه دي چې په ريموټ کنترول چليږي.