<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-03 20:04:51    
د هيمالايا واورين تن په حقيقت کې يو ډول يږ دی ؟

cri

يو شپږ پنځوس کلن جاپانی غره ختونکی کشاف د دوولسو کالو تر څيړنو وروسته اعلان وکړ چې د هيمالايا واورين تن په حقيقت کې يو ډول يږ دی چې قهوه يی رنګ لری ځکه چې غرنی نيپاليان واورين تن ته ياتی وايی او ياتی په نيپالی لهجه کې د يږ معنی لری. د جاپانی کشاف په اند په پخوا زمانه کې يږ کله کله په کليوالو باندی حمله کوله او غرنيان له يږ څخه ډېر ويريدل او احترام يی هم کاوه، نو يږ يی د واورين تن په نامه ونوماوه . ورپسی دغه نومونه او خبره ډېره خپريده . واورين تن د هيمالايا په افسانو کې ډېر شهرت لری او د زياترو نيپاليانو په اند دوی وحشی کسان دی او په جګو غرونو کې ژوند کوی چې ويښتان يی ډېر اوږده دی. د واورينو کسانو د کشفولو لپاره له لسو څخه زيات اکتسافی بهرنی ډلی نيپال ته تللی وی ،خو ددوی موخه سر ته نه ده رسيدلی. دغه راز يوه بله جاپانی اکتشافی ډله چې په اوتوماتيکی کمرو او نورو عصری تجهيزاتو مجهزه ده، اوس هم د هيمالايا په جنوبی لمن کې د واورينو کسانو په تعقيب بوخته ده . خو د جاپانی کشافانو د څيړونکو نتيجو له اعلان مخکی مرموز واورين تن لا هم يوه لاينحله معما ده. د علومو په تاريخ کې د واورين انسان په اړه خبر په اتلسمه پيړۍ کې خپور شو او د ليدونکو په تحليل واورين انسان ډېر جګ او قهوه يی يا سره يا تور ويښتان يی ډېر اوږده دی، اوږه يی پلنه، شا يی وتلی او مټ يی ډېر اوږد دی. دوی عمومأ په پښو پلی تګ کوی او صورت يی د انسان سره يو شان دی. د امريکا او بريتانيا يوی ګډی اکتشافی ډلی اعلان وکړ چې دوی د هيمالايا په غرونو کې واورين تن کشف کړيدی. د ژويو او مرغانو پيژندونکو په ګډون اکتشافی ډله نيپال ته ولاړه او د څو کيلو مترو په اوږدوالی د پښو خاپونه او د سر ويښتان لرونکی دوه څرمنونه يی وموندل، خو د تشخيص وروسته دغه دوو څرمنو د انسان سره ارتباط نه درلود. ورپسی زياتې اکتشافی بهرنی ډلی نيپال ته ولاړی، يوازی يی د پښو منډونه کشف کړيدی، خو د واورينو انسانو په اړه يی هيڅ قانع کوونکی نښه نده پيدا کړی .