<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-04 16:04:09    
د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره يو لړ ځانګړي فلمونه

cri

د چين د پسرلني اختر په رارسېدو سره د دغه اختر د لمانځنې لپاره په پرله پسې توګه يو لړ ځانګړي فلمونه نندارچيانو ته وړاندې شوي دي. سږ کال د دغو فلمونو شمېر ډېر زيات او محتويات يې هم ډېر ښه دي.د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړی کې به تاسو ته د دغو ځانګړيو فلمونو په اړه څه معلومات درکړم.

لس کاله دمخه د چين په ستره برخه کې مشهور فلم جوړونکی فونګ شياو ګانګ د خوب ليدنې د فابريکې په نامه يو فلم جوړ کړ ورسره چې د چين په ستره برخه کې د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره د ځانګړو فلمونو جوړولو زمان پيل شو. له ١٩٩٧ کال راهيسی فونګ شياو ګانګ د مشهور کس د ښخولو مراسمو، ګرځنده تليفون او په نړۍ کې دغله د نه شته په نامه د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره يو لړ په زړه پوړی فلمونه جوړ کړي دي. خو په روان کال کې چارې د پخوا په شان نه دی سږ کال د راغونډولو په نامه هغه فلم چې د فونګ شياو کانګ له خوا جوړ شوی، يو کوميدی فلم نه بلکې يو جدی فلم دی. په دغه فلم کې له پخوانی سختې جګړې څخه د بشر درنښت څرګندېږي. د بېجينګ د فلم پوهنځی يو پروفيسر چن شان وويل

فونګ شياو کانګ د راغونډولو په نامه هغه جګړه ايز فلم جوړ کړی چې يو شمېر نوښتونه لري. د دغه فلم لومړۍ نيمه برخه د کوريايانو کسانو له خوا جوړه شوی او په دوهمه نيمه برخه کې د عامو سرتېريو ژوند، په اوسنيو حالاتو کې اتلولي او خيالونه د پاملرنې وړ دي. فونګ شياو کانګ ياد شوی څو صحنې په دغه فلم کې

يوځای کړی، نو په پای کې يې هغه فلم جوړ کړی چې نه يوازی د بازار اړتياوې پوړه کړی شي بلکې لوړه هنري کچه هم لري. زما په أند دغه فلم يوه ډېره بريالی هڅه ده.

پر دغه فلم سربېره يو بل فلم چې نوم يې د اتل جنګيالي خانان دی، د هانکانګ مشهور فلم جوړونکی چن که شين له خوا جوړ شوی دی. ده وويل

په دغه فلم کې ډېرې لويې صحنې ليدل کېږي او ډېرو مشهورو لوبغاړو پکې رول لوبولی دی. زما په أند دغه فلم په ريښتينی توګه د چينايانو لپاره معقول دی.

کميدي فلمونه تل د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره په ځانګړيو فلمونو کې خپل مهم ځای لري. سږ کال د تقاطعو مزو په نامه يو فلم يو کميدی دی.

يو بل فلم چې نوم يې هيله ده او يو شمېر ځانګړتياوې لري، د هانکانګ د مشهور فلمی لوبغاړی جو شينګ چي له خوا يې په عمده توګه رول تر سره شوی دی. ده په دغه فلم کې د يو بيوزلی پلار په توګه رول لوبولی دی. د خپل زوی د ژوند د ښه والی لپاره يې په يوه ساختمانی پروژه کې کار کړی او په خځلو کې يې يو عجيب شی پيدا کړی دی. هغه دغه شی د يو لوبتکې په توګه خپل زوی ته ورکړی او له اټکل څخه وتلی خبره ده چی دغه لوبتکه له بهر ستوري څخه د راغلی کس يو مخابراتی وسيله ده. جو شينګ چي وويل دغه فلم به وګړيو ته يو شمېر نوي فکرونه ورکړي. ده وويل

 د چين نندارچيان هغه فلم ته اړتيا لري چې د کورنيو غړيو نازک احساس څرګندوي. دا يو عمده دليل چې د هيلې په نامه دغه فلم جوړ کړ. دغه فلم په بنسټيزه توګه د چين د عامو وګړيو په اړه يوه نا عامه کيسه بيان کړې ده. دغه فلم د ځانګړو

تخنيکونو په برخه کې يو نوی برياليتوب تر لاسه کړې چې په

هانکانګی او أسيايی فلمونو کې هيڅ دغه راز تخنيکونه نه دي ليدل شوي.

پر يادو شويو فلمونو سربېره به د زما أبی رانګ ميوې شپې او د مڼې په نامه د راتلونکی پسرلني اختر د لمانځلو لپاره يو لړ نور فلمونه هم نندارچيانو ته وړاندې شي. د کارپوهانو په أند د چين د دغه شان فلمونو د لسو کلونو له پرمختګ وروسته د موضوعاتو او فلم جوړونې په ګډون بېلا بېلو ساحو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. نندارچيان به له دغو فلمونو څخه ډېر زيات خوندونه واخلي.