<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-04 16:52:39    
د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ساتلو لپاره لومړنی چينايي غوښتونکی هو ژن جی

cri

د نړۍ د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ساتلو لپاره د چين غوښتنه د دوو خښتو له امله پيل شويده . د نونس سوه اتيايم کال د پسرلی په يوه ورځ د چين د بيجينګ پوهنتون تاريخ پوه پروفيسر هو ژن جی چه شپږاويا کلن سپين ږيری و ، د امريکې او کاناډا د څو پوهنتونونو د غوښتنې سره سم په دغو پوهنتونونو کې علمي لکچرونه ترسره کړل . خو د دغه علمي سفر په بهير کې يي هغه مهمه دنده هم په غاړه درلوده چه د امريکې د بيڅببورګ پوهنتون د زده کوونکو او استاذانو د کلکې غوښتنې له مخې بايد دغه پوهنتون ته هغه دوه خښتې وليږل شي چه په بيجينګ کې د تر ځمکې لاندي د اوسپنيزې لارې د جوړولو لپاره د بيجينګ د ښاري ديوال د ويجاړولو په وخت کې پاتې وې . په هغه مهال کې ديوالي خښته کوم ارزښت نه درلود ځکه چه د ښاري ديوال د ورانولو په وخت کې ډيرې خښتې د وګړو لخوا د خپلو کورونو د ترميمولو لپاره يووړلې شوې .

دغه دوه خښتې چه وزن يي پنځوس کيلوګرامه دی ، د بيجينګ پوهنتون لخوا ښې وټاکلې شوې ځکه چه د جوړولو کال يي هم ورباندي ليدل کيږي . د بيڅبورګ پوهنتون ته د رسيدو وروسته پروفيسر هه د چين په نامه يوه درسي کوټه کې وليدل چه د چين لرغوني ميز او څوکۍ پرتې او د کوټې په ديوال باندي د چين د ستر ښوونکي کانفوسيوس عکس ځواړند دی . په دې پوهنتون کې د بيلا بيلو هيوادونو د نومونو په نامه داسي اتلس درسي کوټې شته . د پوهنتون مشر په اصل کې دوه

خښتې د درسي کوټې په ديوال مرصع کړي ، خو د خښتو د جوړولو کال نښې يي وليدلې چه په پايله کې دغه دوه خښتې د نندارې لپاره د پوهنتون په کتابتون کې کيښودلې شوې . دغه راز د خښتو د ورکولو درانده مراسم هم ترسره شول .

دوه زړې خښتې په چين کې کثافاتو ته ورته دي ، خو په بهرني هيواد کې د تاريخي شيانو په توګه وپيژندل شوې . څلور کاله وروسته پروفيسر هه امريکې ته د علمي سفر په بهير کې واوريد چه په نړۍ کۍ د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ساتلو تړون شته ، په هغه مهال ددې تړون لاسليک دوولس کاله تير شوی ، خو دننه په چين کې ددې تړون په هکله هيڅ خبر نه و .، له سفر وروسته پروفيسر هه سمدلاسه حکومت ته ددې تړون د لاسليکولو وړانديز وکړ چه په پايله کې د پنځه اتيايم کال د اپريل په مياشت کې چين نوموړي تړون لاسليک کړ او دوه کاله وروسته د چين د امپراطوري ماڼۍ موزيم په شمول شپږ تاريخي ځايونه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شول او تر تير کال پورې د چين درې ديرش تاريخي ځايونه د نړۍ د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ساتلو په ليست کې درج شويدي چه دغه شميره په نړۍ کې دريم ځاي نيسي .

پروفيسر هه د بيجينګ د تاريخي ځايونو د ساتلو لپاره زياتې هڅې وکړې ، د بيلګې په توګه د بيجينګ په لويديځ کې د لو ګو پل پروت دی چه اته سوه کلن تاريخ لری . مارکوپولو په خپله سفرنامه کې وليکل چه دغه پل په نړۍ کې تر ټولو ښکلی پل دی . همدغه پل پر چين باندي د جاپانيانو د تيري پيل هم و ، خو د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې دغه پل د زياتو کلونو د کارولو او نه ترميمولو له امله سخت ويجاړ

شو . پروفيسر هه د چين د سياسي مشوري کنفرانس د ملي کميټې د غړی په توګه د پنځه اتيايم کال د اګست په پنځلسمه نيټه چه د جاپانيانو تيري ته د ماتې ورکولو له څلويښتمې کاليزې سره برابره وه ، ددې پل د ساتلو په هکله مقاله خپره کړه او شپږ ورځې وروسته د بيجينګ ښاروالي د دې پل د ترميمولو پريکړه وکړه . برسيره پردې پروفيسر هه د بيجينګ ښار د نورو تاريخي ځايونو د ساتلو لپاره هم ډير ګټور وړانديزونه کړيدي .