د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جورج بوش د جنورۍ په درېيمه نېټه خبريالانو ته وويل چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امريکا يو ملګری دی او دی به په دايمی توګه د ښاغلي مشرف ملاتړ وکړي.
ښاغلي بوش په همدې مهال څرګنده کړه ښاغلی مشرف بايد د پاکستان په پارلمانی ټولټاکنو کې له بريالی کس سره همکاری وکړي.
د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې دانا پېرينو د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د روان کال د فبرورۍ په اتلسمه نېټه به مرکزی او ولايتی پارلمانی ټولټاکنې تر سره شي. وياندې وويل امريکا غواړی چې د بينظير بوټو د وژنې پېښې د پلټنې لپاره له پاکستان سره مرسته وکړي.