<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-04 20:15:16    
تورنجنرال جانخان وايي جين يې له خپل پخواني تصور څخه ډېر پر مختللی او ښه وليد

cri

درنو اورېدونکيو تاسو دا شيبه زموږ غږ د چين د نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې څخه اورئ،چې پدې برخه کې د بهرنيان په چين کې د پروګرام د خپرويدو وار رارسيدلی دی،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره مله پاتې شئ.

درنو دوستانو په تېر پروګرام کې مو د يو تن هغه افغان پوځي د مرکې ځينې برخې درواورولې چې دلته په چين کې په زده کړو بوخت دی،د هغه رتبه تورن جنرال ده او جانخان نوميږي،چې له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې يې دلته په زده کړو پيل کړی،تاسو دا هم واوريدل چې دغه جنرال د خپلو چينايي استادانو له چال چلند څخه ډېر خوښ دی او ستاينه يې کوي، هغه پخپله مرکه کې ويلي و ډېر خوشحاله يم چې چين ته راغلی يم،دا ښه دی چې زه چين ته راغلم او ددې هېواد له خلکو ،کولتور او فرهنګ سره أشنا شوم او ډېر افسوس کوم چې ولې مخکې دلته نه وم راغلی .

نو راځې چې د تورن جنرال جانخان سره د مرکې پاتې برخه هم واورو،نوموړي د خپلې مرکې په يوه برخه کې وويل دلته په چين کې يې ډېر په زړه پورې څه ليدلي دي،او کله چې بيرته خپل هېواد ته ستنيږي نو ګڼې او ښکلې خاطرې به له ځان سره يوسي:

زه به خپلو دوستانو ته د چين د ښېګڼو او هغه مثبت ټکي چې ما دلته ليدلي ډېر څه ووايم،أن غواړم چې چين ته د خپل سفر په هکله يوه رساله وليکم،او د افغانستان د دفاع وزارت له لارې يې خپره کړم،ځکه غواړم چې له دې لارې د افغانستان د دفاع له وزارت سره د چين د خلکو او په ځانګړې توګه د چين د پوځيانو په هلکه يوه مفکوره او تصور پيدا شي .

قدرمنو اورېدونکيو له کله نه چې چين د ورخلاصون او اصلاحات تګلاره پيل کړې نو ورسره يې د نړۍ له ګڼ شمېر هيوادونو سره په بېلابېلو برخو کې راکړې ورکړې هم زياتې شوې دي،چې له هغو څخه يو هم پوځي برخه يادولی شو،او دا مهال دلته په چين کې د ګڼ شمېر هېوادونو پوځيان په زده کړو بوخت دي،د ښاغلي جانخان په وينا دوی ددې پوهنتون له لارې د نورو هېوادونو له پوځيانو سره هم ښې او نيکې اړيکې ټينکې کړي دي:

د هرې ورځې په تېرېددو سره زموږ اړيکې سره نږدې کيږي، يو بل له نږدې سره پيږنو،او پخپلو منځونو کې مو د ورورګلوۍ او دوستۍ اړيکې ورځ تر بله ټينګيږي،موږ تل له يو بل سره د زده کړو،ټولنيزو او نورو چارو په برخو کې مرستې سره کوو.

تورنجنرال جانخان وايي : د ځانګړي مهال ويش له مخې يې له ګڼو ځايونو څخه ليدنې کړې دي،چې د پام وړ يې ګرځيدلي دي :

موږ د خپل درسي پلان له مخې يوه اونۍ شانګهای ته تللي و،دلته په بيجينګ کې هم له تاريخي ځايونو او موزيمونو څخه ليدنې وکړې،چې ډېر راته په زړه پورې و.

ښاغلی جانخان زياتوي په دغې موده کې يې د چين او چينايانو په هکله ډېر څه زده کړي دي،او دا ورته څرګنده شوې چې د چين خلک دوست او مېلمه پال دي،او تل له بيځايه غرورو او ځان غوښتنې څه ډډه کوي :

ما دوه ځله ألمان او د امريکا متحدو أيالتونو ته سفرونه کړي اړ هلته مې زده کړې هم کړې دي،خو چينايان له هغوی سره بشپړ توپير لري او داسې فکر کوم چې زموږ خپل خلک دي .ډېر ميلمه پال خلک دي او بيځايه غرور او کبر نه لري ،د ښه چلند او اخلاقو درلودنکي خلک دي .

قدرمنو اورېدونکيوبريد جنرال جانخان وايي مخکې دغه هېواد ډېر وروسته پاتې او په پخوانۍ زمانې پورې تړلی ورته ښکاريده او د چين په هکله يې نور ډېر څه اورېدلي و،چې له اوسني واقعيت سره هيڅ ورته ندي :

ما داسې فکر نه کاوه پدې اندازه چې چين دې ننني پرمختګ،ترقي او د صنعت حالت ته رسيدلی وي،خو اوس مې هر څه بل شان وليدل ،دلته کولتور او فرهنګ په يوه لوړه کچه کې ځای لري .

چين او افغانستان له ډېرې اوږدې مودې راهيسې د ښې دوستۍ او ګاونډيتوب اړيکې ساتلي دي،چې په تېرو وروستو څو کالونو کې دغو اړيکيو لا ټينګتيا او پرمختيا موندلې ده،خو د جنرال جانخان په أند د دواړو هېوادونو تر منځ د خبري رسنيو او مطبوعاتو ونډه لکه هغه شان چې لازه ده نده پوره شوې ،او پدې برخه کې د لازياتو فعاليتونو هيله لري دی زياتوي :

په افغانستان کې مطبوعاتي څانګې د چين په هکله ډېر لږ غږيږي،او دغه شان د چين لخوا هم اسې کوم کتاب يا رساله نده چاپ شوې چې افغانستان ته يې وليږي تر څو خلک د چين په هکله زيات معلومات پيدا کړي،ځکه پدې هکله ما تر اوسه نه څه اوريدلي او هم ليدلي.نو په دې برخه کې زيات کار ته اړتيا شته ،ځکه چين د افغانستان ډېر نږدې او ښه ګاونډی هېواد دی،او افغانستان هم بايد له چين سره خپلې ښې اړيکې وساتي ،او د افغانستان د أبادۍ لپاره بايد د چين له علم تخنيک او تجربو څخه ګټه واخيستل شي .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي،نو خپله کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم .