<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-05 20:31:01    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! هيله ده چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، نوى ميلادي كال مو مبارك او بختور شه. دا دى يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى، خو دا ځل په نوي كال كې د پروګرام لومړۍ كړۍ ده، زه امان الله عمران او زما همكاره ډيوه چې په څنګ كې مې ناسته د پروګرام دې كړۍ ته مو دواړه هركلى كوو، هيله د اورېدو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ. د پروګرام په دې كړۍ كې به له يو اورېدونكي سره خبرې او د زړه خواله وكړو. دغه اورېدونكى سيد وارث حنيفي دى چې په كوهاټ كې اوسېږي او هلته د افغان كلتوري بهير عمومي سكرتر دى. نو خبرې به نورې ده پرېږدو او له ده نه به يې واورو چې په لنډه د خپل ژوند او فعاليتونو په اړه راته وغږېږي.

- موږ په افغانستان كې د ننګر هار ولايت اوسېدونكي يوو، بيا د پاكستان صوبه سرحد كوهاټ ته مهاجر شوي يوو، او همدلته مې خپلې لومړۍ زده كړې ترسره كړې دي. دلته زه په فرهنګي فعاليتونو بوخت يم، له بېلابېلو راډيو ګانو او خبري رسنيو سره همكاري كوو او د هغوى لپاره سيمه ايز راپورونه چمتو كوو. په فرهنګي ډګر كې مو دلته په كوهاټ كې د نورو ملګريو په همكارۍ د افغان كلتوري بهير ټولنه جوړه كړې چې د شعر او ادب په ډګر كې ګڼ شمېر مينه وال په برخه اخلي او خپل خدمت كوي.

1 - حنيفي صاحب، نوى ميلادي كال هم څو ورځې مخكې پيل شو، كه تاسې په نوي كال كې د خپلو هيلو او دغه راز ادبي يا كلتوري پروګرامونو په اړه اورېدونكيو ته معلومات وركړئ، په نوي كال كې څه نوي پلانونه او هيلې لرئ؟

- زه نوى ميلادي كال د سي آر آى راډيو د پښتو څانګې لپاره يو بختور كال غواړږ هيله لرم چې په دې كال كې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونه نور په زړه پورې او ګټور پروګرامونه ولري، پر دې سربېره هيله لرم چې دغه كال په نړيواله كچه د سولې او ارامۍ يو كال وي.

2- حنيفي صاحب، تاسې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه اورئ، كوم پروګرامونه ډېر اورئ او خوښېږي مو؟

- سي آر آى راډيو تل په زړه پورې پروګرامونه خپروي، موږ يې هر وخت له اورېدو خوند اخلو، پښتو ژبې ته يې د دغه شان پروګرامونو په چمتو كولو كې خورا زيات خدمت كړى دى. زما ډېر چې خوښېږي هغه ژوند په چين كې، چين ته سفر، د چيني ژبې لوست، موږ او اورېدونكي او داسې نور پروګرامونه مې ډېر زيات خوښېږي.

3- تاسې كه زموږ د خپرونې په اړه څه وړانديزونه لرئ، مهرباني وكړئ له اورېدونكيو سره يې شريك كړئ!

- هيله لرو چې تاسې د خپلو اورېدونكيو وړانيزونو ته پاملرنه وكړئ، زه وړانديز كوم چې تاسې په خپلو پروګرامونو كې ادبي او فرهنګي چارو ته وخت وركړئ، له شاعرانو او اديبانو سره مركې وكړئ او د دوى د فعاليتوڼو په اړه پروګرامونه جوړ كړئ.

4 - تاسې زموږ خپرونې اورئ، د نوي ميلادي كال د رادبره كېدو په وياړ د چين د دولت رئيس هوجينتاو او د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان اورېدونكيو ته د مباركۍ او نېكو هيلو خپل پيغامونه واورول، چې په پښتو خپرونه كې يې هم پښتو ژباړه خپره شوه، تاسې دغه ويناوې اورېدلې دي، كه د دغو ويناوو په اړه له موږ او اورېدونكيو سره خپل نظر شريك كړئ، مهرباني وكړئ!

- د دوى په پيغمونه په رښتيا هم د اورېدونكيو لپاره ګټور او د پاملرنې وړ پيغامونه وو. چين يو داسې هېواد دى چې د سولې خپرول يې موخه او تګلاره ده، تر اوسه يې د هېچا په كورنيو چارو كې لاسوهنه نه ده كړې، د سي آر آى راډيو له لارې د بېلا بېلو ژبو وګړيو ته خدمت كوي. د چين د دولت رئيس او سي آر آى راډيو د مشر پيغامونه ټولو اورېدونكيو ته د ډېر ارزښت وړ وو او موږ هر وخت د راډيو له لارې د دغسې پيغامونه داورېدو هيله لرو. د چين د مسرتابه د ځيركتيا او غوره تګلارې له امله ټول له چين او وګړيو سره يې مينه لري.

5- حنيفي صاحب پښتو خپرونې ته ستاسې له خوا خورا زيات ليكونه رارسېدلي، موږ ستاسې له قلمي همكارۍ ډېره مننه كوو، كه د پروګرام په پاى كې اورېدونكيو ته څه ويل غواړئ نو خپل پيغام مو ووايئ!

- راتلونكى كال زه د سي آر آى راډيو لپاره د برياليتوب او په خپل هېواد افغانستان كې د سوې او سوكالۍ يو كال غواړم. هيله تاسې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونه په خپلو چارو او د لا نورو غوره او په زړه پورې پروګرامونو په جوړولو كې بريالي وئ.

- درنو اورېدونكيو نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د سيد وارث حنيفي په خوښه د (استاد اولمير)يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د (استاد اولمير) سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.