<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-05 20:31:57    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! درنو دوستانو تاسو پوهيږئ چې دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو اورېدونکو ! يو شمېر اوريدونکو په خپلو ليکونو کې د چين ملی لږکيو پرمختګ ته پاملرنه کړې ده نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندی کړم .

ګرانو دوستانو ! په چين کې د ملی لږکيو اقتصادی پرمختګ د نورو قومونو له اقتصادی پرمختګ سره سم روان دی خو خپلې ځانګړتياوې هم لری. د چين د اقتصاد له پرله پسی پرمختګ سره همهال د ملی لږکيو د سيمو اقتصاد هم ګام په ګام پراختيا او وده موندلې ده . مالداري د چين د ملی لږکيو د سيمو له عمده وو اقتصادی چارو څخه شمېرل کيږی. د شلمې پېړۍ له اتمې لسيزې وروسته ، په چين کی په ټېکه د څړځايونو او ژويو په ټېکه اخيستلو نظام عملی شوی چې ژوی په ډله اييز ډول په معقوله بيه پر مالدارانو باندی خرڅ شوی ، د څړځايونو د استعمالولو حق هم بيلا بيلو کورونو ته ويشل شوی او د چمنونو د ابادۍ او ادارۍ په باب نظام هم پياوړی شوی دی .اوس د چين د عمده مالدارو سيمو د موجوديت په ځايونو يعنی د چينګهای، ګان سو، سچوان، شينجيانګ، نين سيا او داخلی مغولستان په ولايتونو او خپلواکو سيمو کی مالدارۍ چټک پرمختګ موندلی دی . د يوې شمېرنې له مخی، هر کال د چين په پوره مالدارو سيمو يا نيم مالدارو سيمو کی د ژويو شمېر سل مليون سرونو ته رسيدلی او د ژويو د زېږېدنې او خرڅلاو توازن په ښکاره توګه لوړشوي دی. برسيره پر دی اوس په ځينو مالدارو سيمو کی د بېلا بېلو کورونو په اساس د ژويو د روزنې يو شمير کورنی فارمونه هم رامنځته شوی او د زياتو ژويو د روزلو له امله د کورنيو فارمونو توليدی توان او ګټې هم ډيرې لوړې شوې دی. د ملی لږکيو د سيمو په ښارونو کی زياتې اقتصادی سرچينې او غيرزراعتی ټولنيز او اقتصادی فعاليتونه متمرکز شوی او دغه ښارونه د قومی سيمو د اقتصادی پرمختګ مرکزونه دی. د شلمې پيړۍ له اتمې لسيزې وروسته د چين د نورو سيمو د اقتصاد د پرمختګ ترڅنګ د ملی لږکيو د سيمو د ښارونو اقتصاد هم چټک پرمختګ موندلی دی. ديوې شمېرنې له مخی، اوس د چين په خپلواکو قومي ځايونو کی د صنعتی تصديو شمير يو مليون ته رسيدلی او په اساسی توګه د تصديو داسی جوړښت رامنځ ته شوی چې د لويو عصری تصديو ، شخصی صنائعو، سوداګری او خدماتی چارو په شمول ډول ډول اقتصادی شکلونه پکې موجود دی. د داخلی مغولستان ، چينګهای، نين سيا او شينجيانګ په سيمو کی د کليو د ښاری کيدو سويه د ټول چين د کليو د ښاری کيدو له منځنی سويې څخه اوښتی او له دې امله يی د قومی سيمو د اقتصاد د عمومی پرمختګ لپاره ډير ښه رول لوبولی دی. برسيره پردی ، بهر ته د ورخلاصون د پراخيدو په بهير کی د ملی لږکيو د سيمو ځينو ښارونو په لاپرله پسی توګه له بهرنيو هيوادونو سره خپل اقتصادی او تخنيکی تګ راتګ او همکارۍ ته پراختيا ورکړې او بهر ته ورخلاصون يی ژور پرمختګ موندلی دی . اوس په قومی سيمو کی يو شمير داسی لویې ګروپی تصدی جوړې شوې دی چې د چين دننه او بهر شهرت لری. د بېلګې په ډول د داخلی مغولستان په خپلواکه سيمه کې د عردوس په نامه له کشميرو څخه دبنيانو د جوړولو سهامی شرکت ، د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د تيان يې په نامه د دونډو ډله اييز شرکت او داسی نور شرکتونه د يادولو وړ دي .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . نېکمرغه او خوشحاله اوسئ !