د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د روغتيا وزارت په وروستيو ورځو کې په يو راپور کې وويل د چينی وګړيو منځنۍ عمر له پنځو کلونو راهيسی له يوواويا اعشاريه څلور څخه دری اويا کلونو ته لوړ شوی دی.
له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری د تی خورو ماشومانو او د مرګ انډول په زرو کې له پنځه ويشت اعشاريه پنځه څخه پنځلس اعشاريه دری ته ټيټ شوی دی.
په دغه راپور کې زيات شوي چې له ٢٠٠٣ کال راهيسی د چين روغتيايی چارو ګړندی پرمختګ موندلي او په ښارونو او کليوالو سيمو کې د وګړيو روغتيايی حالات ښه شوي دي.