<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-07 18:58:29    
په بېجينګ کې منظره لرونکی ځايونه--- د بېجينګ د جو کو ديان په نامه د لرغونيو کسانو فوسيل پاتی ځای

cri

د جو کو ديان په نامه د لرغونيو کسانو فوسيل پاتی ځای د بېجينګ د فانګ شان سيمې د لونګ ګو په غره کې پروت دی. ځکه د تېرې پېړۍ په دوهمه لسيزه کې دلته په ځمکی کې د لرغونيو کسانو فوسيلونه پيدا شوی، نو دغه ځای زيات شهرت تر لاسه کړی. په ١٩٢٩کال کې دلته د بېجينګ لرغونی کسانو لومړۍ د سر کاسه پيدا شوه او په دې توګه د لرغونې انسان د څېړنې تاريخ نوی پړاو ته ورسيد. په ١٩٨٧کال کې د م م د يونسکو سازمان دغه ځای د نړۍ د ميراثونو په لست کې شامل کړ.

لونګ ګو غر د بېجينګ په جنوب لوېديځ کې پروت دی او په دغه غره کې يو طبيعی سوری شته چې اوږدوالی يې يو سل او څلويښت متره او پلنوالی يې له دوه اعشاريه پنځه څخه تر دوه څلويښت مترو پورې رسيږی. دغه سوری له پنځه لکه کاله مخکې د بېجينګ لرغونيو اوسيدونکو د استوګنې ځای وه. دوی په دغه سوري کې د څه دپاسه څلور لکه کلونو لپاره ژوند کړی او د دوی خوراکونه، سامان الات او حتی مړی دلته پاتی شوی. له اوږد وخت وروسته، دغه سوري په ډبرو او خټو پوښل شوې وه.

په ١٩٢١ او ١٩٢٣ کال کې د دوه ځله کيندولو له لارې د ژويو ډېر فوسيلونه پيدا شول چې مهم خبر پکې دا و چې په دغو فوسيلونو کې دوه انساني غاښونه موجود وو. دا د بېجينګ د لرغونيو انسانانو لومړۍ شوهد و. د ١٩٢٩ کال د دسبمر په دوهمه نېټه د

چين لرغوني تاريخ څېړونکي پی ون جونګ په دغه ځای کې د بېجينګ لرغونی انسانانو د سر کاسې لومړی بشپړ فوسيل پيدا کړ چې د بشړۍ پرمختګ نظريې لپاره يې پياوړی شواهد برابر کړی دی. تر اوسه پوری په دغه ځای کی د بېجينګ لرغونيو انسانانو د سر شپږ بشپړې کاسې، دوولس ويجاړ شوی د مخ هډوکی، د لاندنۍ زامې پنځلس هډوکی، يو سل او اوه پنځوس غاښونه او څه دپاسه لس ويجاړ شوی بدني هډوکی پيدا شوی دي. له دې امله جو کو ديان ډېر شهورت موندلی دی. د پيدا کېدو له ځای سره سم، کارپوهانو دغه لرغونی کسان بېجينګ ژن ونومېدل او دغه سوری د بېجينګ ژن پاتی ځای ونومېده.

د چين د ولسی جمهوريت له جوړېدو وروسته، په دغه سوری کې بيا څو ځله کيندنې تر سره شوې چې د څه نا څه څلويښت لرغونيو بېجينګ کسانو فوسيل، د ژويو يو سل ډول فوسيلونه، سل زره بېلا بېلې ډبري سامان الات او د ايرو څو کوټې چې پکی ډېر هډوکی او ماسادام ليدل شوی. له دې څخه څرګندېږي چی د بېجينګ لرغونی انسانان پېژندل شوی چې د اور په لګولو سره يې خوراکونه پاخه او د ځان لپاره تودوخه برابره کړې وه.