<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-07 19:04:38    
ميرمن جانګ لينګ د ژمنی لامبو د لوبې مينه واله ده

cri

په ژمی کی د چين د شينجيانګ هوا ډيره سړه وي او کنګلونه او واورې ډيرې زياتې دي٠ نو په دغه سيمه کې زيات وګړي د ماشومتوب له مودې څخه د لخچک وهلو، سکی وهلو او ژمنی لامبو وهلو په لوبو کی ګډون کوی٠ له ژمنی لامبو وهنې سره د پنځوس کلنې ميرمن جانګ لينګ مينه هم د هغې د ماشومتوب له موده څخه پيل شوې٠ هغې په دې هکله وويل :

زما د کوچينيتوب په وخت کی زما د پلار او مور په فاريکه کی د لامبو يو حوض موجود و، ما هره ورځ پکې لامبو وهله او مسلکی روزونکو هم زما د تمرينونو لارښوونه کوله ٠ په هغه وخت کی ما کله نا کله د لامبو وهلو په سياليو کی ګډون هم کاوه٠ له هغه وخت څخه ما له دغې سپورتی لوبې سره مينه پيدا کړه٠ ٌ

په ١٩٧٧ کال کې جانګ لينګ د وروموچۍ ښار په استازيتوب د لامبو وهلو په اړه د شينجيانګ د ځوانانو او ماشومانو په سياليو کې ګډون درلود او د سلو مترو او دوه سوو مترو په واټن د چونګښې په شکل د ښځو د لامبو وهلو د دوو سياليو اتله شوه ٠

په ١٩٩١ کال کی جانګ لينګ د شينجيانګ د وروموچۍ ښار د څارنوالۍ د يوې کارکوونکې په توګه د شينجيانګ د ژمنی لامبووهنې په سپورتی ټولنه کی شامله شوه او په ١٩٩٧کی يې د شينجيانګ د سپورتی ډلې د يوې غړې په توګه په هانکانګ کی د ژمنی لامبو وهنې په سيالۍ کی ګډون وکړ چې جايزه يې هم ترلاسه کړه٠

په شينجيانګ کی د بوستنګ په نامه يو لوی جهيل شته چې پراخوالی يې يو زر او سل مربعه کيلومترو ته رسيږی، د اوبو سطحه يې له سمندر څخه څه دپاسه زر متره لوړه ده او د اوبو مرکزی کلنی تودوالی يې يوازی د سانتی ګراد يوه درجه ده٠ خو جانګ لينګ او ددې ملګرې د ٢٠٠٢ کال په سپتمبر کی په لامبو وهلو سره له دې جهيل څخه تيرې شوې٠هغې د دغې لامبو وهنې د موخې يادولو په ترڅ کې وويل :

  زما يوه موخه په يخو اوبو کی د لامبو وهلو په برخه کی د خپل توان ازمويل و ، ما فکر وکړ چې دا د شينجيانګ جهيل دی ، نو د شينجيانګ ښځينه لامبووهونکې له دې جهيل څخه تيريدای شی که نه ؟ بله موخه مې دا وه چې د خپل عمل په وسيله مې خپلې لور ته له ستونزو څخه د نه ويريدو بېلګه وښئم٠ ٌ

په هغه کال کی جانګ لينګ ٤٢ کلنه او بدنی توان يې د ځوانو لوبغاړو په پرتله کمزور و، خو هغه بيا هم په بريالی توګه په اتو ساعتونو او لسودقيقو کې د بوستنګ جهيل له يوې غاړې څخه بلې غاړې ته لامبو وهلی وه چې واټن يې شلو کيلومترو ته ورسيده٠ ميرمن جانګ لينګ د هغه وخت د حالاتو د يادولو په بهير کی وويل :

دغه جهيل ډير پراخ دی ، د لامبو وهلو په پيل کی مې له اوبو څخه پرته د مخکنۍ خوا نور هيڅ شی نشو ليدلای، د وخت په تيريدو سره مې ګام په ګام غرونه وليدل ، ورپسی مې کوچنی سره ټکي وليدل او بيا وروسته کوچني سره ټکي ګام په ګام په کورونو بدل شول٠ کله چې د جهيل بلې غاړې ته ورسيدم، د ډيرې خوشحالۍ له امله زما له سترګو څخه اوښکې بهيدې٠ ٌ

په ٢٠٠٤ کال کی ميرمن جانګ لينګ د ژمنی لامبو وهلو د کلب له دوستانو سره يو ځای په لامبو وهلو سره د شينجيانګ په شمال کی له يو بل جهيل څخه هم تيره شوه چې په هغو لامبو وهونکو کی جانګ لينګ يوازنی ښځه وه٠ له دغو دوو جهيلونو څخه تيريدل به د ميرمن جانګ لينګ له زړه څخه هيڅکله و نه وځی ٠ هغې وويل : د لامبو وهلو له امله پر دی پوه شوې يم چې بايد په جدی رويې او ټينګې ارادې سره هر کار ترسره کړم٠

د ميرمن جانګ لينګ ملګری او دوستان د زړه له کومی د ژمنی لامبو وهنې او ژوند په هکله د هغې د جدی رويې ستاينه کوی٠ د شينجيانګ د ژمنی لامبو وهونکو د ټولنې سرمنشی جيو ژونګ شينګ وويل :

 جانګ لينګ ډير وختی د ژمنی لامبو وهلو په لوبې پيل کړی او يوه وتلی لوبغاړې ده ٠ هغه ښه روغتيا لری او د کار کولو او لامبو وهلو په ترڅ کی خپل ځواک نه سپموی٠ که څه هم هغه په کارونو کی ډيره بوخته ده ، خو بيا هم خپلې بدنی روزنې ته په درنه سترګه ګوری او تل پر ژمنی لامبو وهلو باندی ټينګار کوی، زه د هغې ډير درناوی کوم٠ ٌ

له زياتو کلونو راهيسی ژمنې لامبو وهنه د ميرمن جانګ لينګ لپاره نه يوازی د روغتيا د پياوړتيا ډيره ښه لوبه ده، بلګې هغې ته يې له دوستانو سره د اشنايي او د ژوند د محتوياتو د غنی کولو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی٠

ګرانو اوريدونکو، د چين شينجيانګ ته د کتنی نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد ٠ ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ميرمن جانګ لينګ د کومی ژمنی لوبې مينه واله ده ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله !