<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-07 19:19:09    
د هه فۍ د هلتن هوټل عمومی مدير لو بو لون

cri

ګرانو اوريدونکيو، د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د هه فۍ د هلتن هوټل د عمومی مدير لوبو لون په باب معلومات وړاندی کړو.

ښاغلی لو له بلجيک څخه راغلی دی او اوس د چين د ان هوی ولايت په هه فۍ ښار کې د هلټن هوټل د اداره کولو مسئوليت لري.هغه وويل١٥ کاله کيږي چې په هلټن ګروب کې مې کار کړی او له چين څخه پرته مې په خليج سيمې، اوکراين، دوبی، مصر او جنوبی افريقا کې هم هلټن هوټل د اداره کولو دندې په غاړه درلودلې او په نړۍ کې مې د هلټن هوټل څو فرعی څانګې جوړې کړې دي. په بېلا بېلو هېوادونو کې د کارکولو له امله د هر هېواد په دودونو او تاريخی کلتور ښه پوهه شوی يم .

د هلټن هوټل ډله يوه داسی نړيواله ډله ده چې په اتيا هېوادونو کې دوه زره او نهه سوه هوټلونه لري.په ١٩٩٨ کال کې دغه ډله د چين بازار ته هم راغی ننوتلی او په بيجيګ، شانګ های، چونګ چينګ او شان ايا ښارونو کې د هوټلونو له جوړولو وروسته يې په روان کال کې د چين د ان هوی ولايت په هه فۍ ښار کې پنځم هوټل جوړ کړ.د تېر کال په اګست کې ښاغلی لو د دغه هوټل د عمومی مدير په توګه وټاکل شو.

په چين کې لومړي څلور هوټلونه په پرمختللو سيمو کې جوړ شوي دي، نو ولی پنځم هوټل د چين په منځنۍ برخه د ان هوی ولايت په هه فۍ ښار کې جوړ شو؟ ښاغلی لو وويل د هلټن ډله د دغه ښار پرمختيايی سرعت او امکاناتو ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وويل په چين کې اقتصاد په چټکه سره پرمختګ کوی چې

نه يوازی په هه فۍ ښار کې بلکی په نورو ښارونو کې اقتصادی پرمختګ احساسوو.زمونږ د دغه هوټل د جوړولو له نيم کال راهيسی دلته د پانګونې لپاره دوې لويې غونډې جوړې شوي دي. د دغه ښار د پانګونې ډېرو امکاناتو زيات پانګه اچوونکی راجلب کړي چې دا د هلټن لپاره يو ښه فرصت دی.

دغه هوټل د هه فۍ ښار مرکز ته نژدی پروت دی او په ان هوی ولايت کې د پنځه ستوريز هوټل دی.د دغه ولايت د مرکز په توګه دلته سوداګريز فعاليتونه ډېر دي او د لوړ پوړيو هوټلونو خدمتی اړتياوې په پر له پسی توګه زياتيږي، نو د دغه هوټل جوړونه د هلټن ډلې يو ښه غوراوی دی.

ښاغلی لو وويل زمونږ هوټل له مقدماتی پړاو څخه د خپلو چارو د پلی کولو تر پړاو پوری يوازی نيمايی کال لګولی چې دا زمونږ د ټولو کارکوونکو د ګډو کوششونو پايله ده چې شمېر يې د ٧ بهرنيانو په شمول اته سوه تنه دی.د ښاغلی لو په أند د ده کاری ډله له ځوانانو څخه ډکه ده او ځواکمنه ډله هم ده.

د دغه هوټل د اداري څانګې مشرې جيانګ هونګ شيا وويل  ډېره خوشحاله يم چې په دغه هوټل کې کار کوم.عمومی مدير زمونږ ژوند ته ډېره پاملرنه کوي ، نو اړيکی مو هم ډېرې صميمي دي.

د لوبو لون په أند په چين کې د اقتصاد پرمختيايی انډول چټک دی او د ده په کاری ډله کې هر غړی هم په چټک ډول وده کوي. دی هيله من دی چې هر کارکوونکي ته د هوټل له خوا برابره روزنه او د پرمختګ ښه فرصت د دوی د ودې لپاره ګټور وي.

اوس په هه فۍ ښار کې د دغه هوټل کارونه په سالمه توګه روان دی،خو ښاغلی لو په

فارغ وخت کې تل د چين په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ډېر کوشش کوي. هغه وويل چين ته له تللو نه مخکی د ده په أند چين يو ډېر دوديز هېواد ور ته ښکاريده،خو چين ته يې له راتګ نه وروسته داشان حالت ليدلی چې که څه هم په چين کې اقتصاد چټک پرمختګ کړی، خو د چين د عصری او نړيوال کيدو ترڅنګ په ښارونو کې دوديز کلتور هم زړه راجلبونکی دی.

لو بو لون له هه فۍ ښار سره ډېره مينه لري او وايی چې دغه ښار د عصری او دوديز کلتورونو د يو ځای کيدو ښار دی، نو دی باور لري چې دغه ښار به ښه راتلونکې ولري.